Language

په ګومل ولسوالۍ کې چاودنې ۱۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

ښرنه (پژواک، ٦ وږى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځيانو چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې شپږ پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په ګومل ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده چاودنه د دې ولسوالۍ په رادان سيمه کې شوې ده.

هغه وايي چې په چاودنه کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((پاکستان پوځیان د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو او دلته پرې چاودنه شوې ده.))

د رادان سيمې یوه اوسېدونکي امان الله پژواک ته وويل چې پر پاکستاني پوځيانو یاده چاودنه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

هغه وايي: ((ما په خپلو سترګو وليدل چې شپږ کسه يې وژل شوي او پنځه نور يې زخميان وو.))

افغان او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني پوځيان سلګونه متره د افغانستان په خاوره کې مخې ته راغلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.