کندهار ښار (پژواک، ٦ تله ٩٦): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوو ميننانو (هلک او نجلۍ) د زهرو خوړلو په وسيله ځان وژنه کړې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ددې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ياد شوې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي چې يو يې هلک او بله نجلۍ وه، زهر خوړلي چې وروسته د سيمې د اوسېدونکو لخوا ميرويس روغتون ته راوړل شوي وو.
د نوموړي په وينا، وروسته دواړو په روغتون کې ساه ورکړه.
د امنيه قوماندانۍ وياند ددې پېښې د لامل په اړه ډېر معلومات نه لرل، خو د سيمې د اوسېدونکو په حواله وايي، چې دوى دغه کار په مينه کې تر ناکامۍ وروسته کړى دى.
د صادق الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکى وايي چې هلک او نجلۍ سره ميننان وو، خو کورنيو يې له واده سره مخالفت درلود.
د نوموړي په وينا، وروسته له هغه چې دوى ناهيلي شول، نو د زهر خوړلو له لارې يې ځانوژنه وکړه.
login or register a new account.