ژبه

بنګله دېش د ١٩ کلنو کرکټ لوبه کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٦): د بنګله دېش او افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې ستره ماتې وخوړه.

د کرکټ ملي لوبډلې د اسيايي او نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه بنګله دېش ته تللې او د دغه هېواد د ١٩ کلنو لوبډلې سره د يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د دواړو هېوادونو د ١٩ کلنو لوبـډلو تر منځ د لومړۍ يوه ورځنۍ لوبې پچه د افغانستان  د ١٩ کلنو لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٢٣ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ د بنګله دېش څلور او طارق ستانکزي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان  د ١٩ کلنو لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله په ٧٧ منډو وسوځېده، د دوى له لوري يواځې طارق ستانکزي ١٦ او نثار وحدت ١٠ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې دا لوبه له افغانستان څخه د ١٤٥ منډو په توپير وګټله.

افغانستان په داسې حال کې دا لوبه په دومره ستر توپير سره وبايلله چې په دې وروستيو کې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا افغانستان ته د لومړۍ درجې دريځ ورکړل شوى او افغانستان د انډي مولز په نوم يو بهرنى د روزونکي په توګه ټاکلى دى.

د کرکټ لوبې کارپوه ببرک عمر پر دې ناکامۍ اندېښنه څرګندوي او وايي چې افغانستان د لومړۍ درجې هېواد په توګه دومره سترې ماتې خوړل د منلو وړ نه ده.

هغه د دې ماتې لامل  لوبغاړو ته سمه روزنه نه ورکول، ، د ١٩ کلنو لوبډلې په بهرنيو هېوادونو د روزنې او تمريناتو زمينه نه برابرول  او په لوبډله کې واسطه يي لوبغاړو شاملول په ګوته کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع