کابل(پژواک، ۱۴تله۹۶): په ايران کې د افغانستان سفير وايي چې کله په ايران کې وچکالي رامنځته شي، نو افغانستان مقصر بلل کيږي او دغه ډول ذهني تحريک بې انصافي ده.
په تهران کې د افغانستان سفير نصيراحمد نور دغه موضوع له يوې ايرانۍ رسنۍ (ايلنا) سره د خبرو پرمهال په ډاګه کړې ده .
هغه ويلي: (( د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند د اوبو د ١٣٥١ تړون شته او افغانستان ټينګار کړى چې دغه تړون ته ژمن دى، خو له بدمرغه کله چې په ايران کې وچکالي راشي نو تل افغانستان مقصر ګڼل کيږي او دا يوه بې انصافي ده ، چې ځينې ذهنونه د افغانستان پرضد تحريک کوي .))
نور زياته کړه : (( نږدې ٤٠کاله کيږي چې پر افغانستان جګړه تپل شوې ، چې په دغه جګړه کې موږ زياتې ابادۍ، کښتونه او د اوبو سيستم مو له لاسه ورکړ، زموږ کروندګر هم لکه نور وګړي مهاجرت ته اړ شول ، په دغه موده کې موږ پر ايران اوبه نه دي بندې کړي، بلکې له خپلو اوبو مو هغه دوديزه ګټه هم نه ده اخيستې او په پايله کې زموږ ټولې اوبه ايران ته تللې .))
افغان سفير وويل، دا شل کاله کيږي چې ايران د وچکالۍ له امله کړيږي او په دې شلو کلونو کې افغانستان له خپلو اوبو په دوديز ډول هم ګټه نه ده اخيستې او د افغانستان اوبه د ايران په لور تللې، بيا هم ايران د اوبو د کمښت ستونزه درلوده چې ددې ستونزې ريښه بايد بل ځاى ولټول شي .
سفير زياته کړه چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر حق لري چې له خپلو اوبو ګټه واخلي، بندونه جوړ کړي او خپلې اوبه مديريت کړي .
سفير، د افغانستان د نيمروز ولايت او د ايران د سستان بلوچستان ايالت ترمنځ د ايران له لوري د ژورو څاه ګانو کيندنو ته چې سلګونه ميليون متر مکعب اوبه په کې زيرمه کيږي په اشارې وويل چې د ايران دغه کار د روانو اوبو د تګ د مخنيوي لامل شوى .
افغان سفير وويل چې که دغه موضوع دقيقه او ژوره وڅېړل شي نو څرګنده به شي چې په ايران کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ ستونزه په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري .
د افغانستان او ايران د تړون له مخې د هلمند له سيند څخه د کال ٨٥٠ميليون متر مکعب اوبه په ايران پورې اړه لري .
په دې وروستيو کې په هرات کې پر سلما بند، هلمند کې پر کجکي بند، نيمروز کې پر کمالخان بند او په فراه کې پر بخش اباد بند باندې کارکولو ايران ورخطا کړى او په دې اړه خپلې اندېښنې او غبرګونونه په ډاګه کوي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP