کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٦): د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې د افغانستان امنیتي هوایي ځواکونه د نړۍ په کچه بېساري دي او ډېر محدود هېوادونه دومره پیاوړی او ځوان ځواک لري.
جنرال جان نیکولسن زياته کړه، د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د بلک هاک چورلکو مرسته دښمن ته د هغوی د ځپلو او ماتې واضح پیغام دی، نو خپله لاره وټاکئ، افغان وژنه بس کړئ او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ، خپل او د کورنۍ راتلونکی مو جوړ کړئ، کنه د افغانستان د هوایي ځواکونو له بریدونو به خوندي نه شئ.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په کندهار کې افغان دولت ته د بلک هاک چورلکو د تسليمۍ په مراسمو کې کړې دي.
جنرال نيکولسن وويل: ((ویاړم چې نن په دې ځانګړې ورځ ستاسو ښاغلو پر وړاندې خبرې کوم او نن د ترهګرۍ د ځپلو پر وړاندې یو بل مهم ګام اخیستل کېږي.))
هغه زياته کړه، د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې د افغانستان او منځني ختیځ جګړه نه ده او نه هم یوازې د القاعده، طالب او حقاني شبکې پر ضد ده، بلکې دا د بشریت ضد دښمنانو پر ضد جګړه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې باید بریالي شي او دا جګړه وګټي؛ ځکه دا د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده او ګټل یې د نړۍ لپاره ډېرې اغېزې لري.
د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان څرګنده کړه، تر ټولو مهمه دا ده چې افغان ولس ته د سولې هغه فضا برابره شي چې دوی یې مستحق دي.
جنرال نيکولسن د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: ((تاسو د بشریت د راتلونکي لپاره جنګېږئ او په دې برخه کې مو خپله زړورتیا ثابته کړې، موږ ستاسو تر څنګ یو.))
نوموړي د ترهګرو ملاتړ کوونکو ته وویل، تاسو د یو لرې هدف ملاتړ کوئ، طالبان د نړیوالې ټولنې، امریکا متحده ایالتونو او ناټو د نوي شوي هوډ له مخې نه شي بریالي کېدلی؛ ځکه هغوی د خپلو هیلو خلاف د ولایتونو د مرکزونو په نیولو کې پاتې راغلي.
هغه زیاته کړه، داعش په تېښته کې دی، د طالبانو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې او مورال یې بایللی دی؛ ځکه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر فشار لاندې دي.
جنرال نیکولسن د ولسمشر غني سږنۍ تګلاره بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه، د افغانستان امنیتي هوایي ځواکونه د نړۍ په کچه بېساري دي او ډېر محدود هېوادونه دغومره پیاوړي او ځوان ځواکونه لري.
د هغه په وينا، دغه ځواکونه هره ورځ خپلې وړتیاوې ازمایي او د جنګ په ډګر کې د خپلو ځمکنیو ځواکونو ملاتړ کوي.
login or register a new account.