کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٦): د پاکستان د لوړه زده کړو وزارت وايي چې د دغه هېواد په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د افغان محصلينو د ستونزو د هواري هڅې يې پيل کړې دي.

پاکستان ته په سکالرشيپونو تللي افغان محصلين د کراچۍ ښار په بقايي طبي پوهنتون کې له سختو ستونزو سره مخ دي او وايي چې له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

دوى تېره مياشت په کراچۍ ښار کې لاريونونه هم وکړل او د خپلو حقونو غوښتنه يې کوله.

د کراچۍ په بقايي پوهنتون کې اوسمهال شاوخوا ١٥٠ افغان محصلين پر لوړو زده کړو بوخت دي او يو شمېر نور يې فارغ شوي، خو دوى وايي چې تحصيلي اسناد یې ثبت او راجستر نه دي.

دغه راز د لاهور ښار د ايمپريل کالج افغان محصلين هم ورته ستونزه يادوي او وايي چې دغه کالج له حکومت سره ثبت نه دى او د دوى اسناد بې ارزښته دي.

د پاکستان د لوړه زده کړو ادارې (HEC) د ستر سلاکار وسيم هاشمي په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي د افغانستان د لوړو زده کړو له سرپرست وزير او نورو چارواکو سره وليدل.

په دې ليدنه کې دوى ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د افغان محصلينو يادې ستونزې هوارې کړي.

هاشمي وويل چې حکومت يې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه افغانانو ته د پنځو کلونو لپاره ٣٠٠٠ بورسونه ورکړي چې هر کال به شاوخوا ٦٠٠ محصلين د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته لېږل کېږي.

د نوموړي په وينا، درې مياشتې مخکې د افغانستان په پلازمېنه کابل، جلال اباد، هرات، مزار او کندهار کې له شاوخوا ٨ زرو افغان محصلينو څخه د ٦٠٠ بورسونو لپاره ازموينه واخيستل شوه.

هغه زياته کړه چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د دې ازموينې پايلې اعلان او تر لومړيو کارونو وروسته به د ٢٠١٨ زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې به يې زده کړې پيل شي.

هاشمي دغه راز وويل چې دوى غواړي د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره په بېلابېلو نورو برخو کې هم همکاري وکړي او ورسره تجربې شريکې کړي.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړې او له پاکستان څخه يې مننه وکړه چې افغان محصلينو ته يې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه چې ولسمشر غني په خپله اکاډميک شخص دى او په هېواد کې لوړو زده کړو ته ډېر ارزښت ورکوي.

فاروقي وايي: ((درې زره سکالرشيپونه کم نه دي، له دې څخه بايد اعظمي استفاده وشي.))

په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان وويل چې د سکالرشيپونو تر څنګ دوى غواړي چې له افغانستان سره نور فرهنګي پروګرامونه هم پيل کړي.

د پاکستان د لوړو زده کړو په اداره کې د افغان سکالرشيپونو د څانګې مسوول جهانزيب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کراچۍ بقايي پوهنتون کې يې د افغان محصلينو ستونزه جدي نيولې ده او ډېر ژر به له لوړ پوړو چارواکو سره پر دې ناسته وشي.

هغه زياته کړه چې د پاکستان د طبي علومو مرکزي ادارې په لومړۍ غونډه کې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې وشي، د بقايي پوهنتون پر موضوع به بحث وشي.

جهانزيب خان وايي چې د لاهور د امپيريال کالج ستونزه هم ٩٠ سلنه هواره شوې، کله چې د پنجاب حکومت ياد کالج ته اېن او سي ورکړي، نو د لوړو زده کړو اداره به دا ستونزه هواره کړي.

د نوموړي په وينا، د افغان محصلينو د ويزو او ليليې ستونزې يې هم هوارې کړې دي، محصلين کولى شي چې په اسلام اباد کې ويزې ترلاسه کړي.