ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځينې چارواکي د فساد پر وړاندې مبارزه کې ځان بې وسه ګڼي

د بلخ ځينې چارواکي د فساد پر وړاندې مبارزه کې ځان بې وسه ګڼي

author avatar
14 Nov 2017 - 14:49
د بلخ ځينې چارواکي د فساد پر وړاندې مبارزه کې ځان بې وسه ګڼي
author avatar
14 Nov 2017 - 14:49

مزارشريف (پژواک ۲۳ لړم، ۹۶) : د بلخ ځينې حکومتي چارواکي په خپلو ادارو کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې ځانونه بې وسه ګڼي.

ځينې يې په خپلې بې وسۍ اوښکې تويوي؛ خو ځينې يې بيا پر مرکزي ادارې پړه اچوي چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې يې ملاتړ نه کوي.

د بلخ د ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالان بيا چارواکو ته مشوره ورکوي چې بې وسه دي؛ نو له خپلو دندو دې استعفا  وکړي.

خو د بلخ ولايت مقام چارواکي بيا وايي چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي، بايد حکومتي چارواکي ورته هغه خلک په ګوته کړي چې د دوی پر وړاندې خنډونه جوړوي.

څو ورځې مخکې (د لړم په ۱۴مه)، د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو په جوړه شوې غونډه کې په امنيتي ارګانونو کې د زورواکو د لاسوهنې او شته فساد له امله خپله بې وسي په ډاګه کړه.

دغه غونډه چې د فساد پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا له ديني عالمانو سره په ګډه جوړه شوې وه، نوموړي په کې په ښکاره ټکو وويل: ((مجرم ونيول شي؛ خو زورواکي راشي او بېرته يې خلاص کړي، موږ ورته ګورو؛ خو څه نه شو کولی.))

همداراز يې زياته کړه چې خلکو ته بې ناموسي واوړي؛ خو هماغه خلک د خپل مظلوميت غږ نه شي پورته کولی.

د هغه په وينا، د سترګو پر وړاندې يې قانون ماتېږي، يو امنيتي مامور نه شي تبديلولی، په وظيفوي چارو کې يې مداخله کېږي؛ خو دی يې پر وړاندې څه نه شي کولی.

سيد کمال سادات د چا نوم وانخيست خو ويې ويل: ((دا څوکۍ زما د پلار نه ده، د ځينو به وي، ځينې دلته له لس پنځلسو کلونو شته، خو څوک ورته څه نه شي ويلی.))

نوموړي له همدې خبرې وروسته په ژړغوني غږ له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې تش شعارونه دې نه ورکوي، بلکې خلک دې له دې حالت څخه وژغوري.

په مزارشريف کې د شمال زون له فساد سره د مبارزې رييس راشد حليمي هم د فساد پر وړاندې په روانه مبارزه کې ځان بې وسه ګڼي.

خو نوموړی د خپلې بې وسۍ پړه پر مرکزي ادارې اچوي.

د هغه په وينا، د شتمنيو د ثبت په روانه پروسه کې د بلخ يو شمېر دولتي چارواکي د شتمنيو له ثپتېدو څخه سرغړونه کوي.

حليمي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دوی څخه څو ځلې رسمي غوښتنو سربېره د بلخ ولايت ۲۶ دولتي چارواکو تر دې دمه خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي.

نوموړي زياته کړه، دغه ډول چارواکي له قانون څخه ځانونه پورته ګڼي؛ خو دوی يې پر وړاندې د مرکزي ادارې د نه ملاتړ له امله بې وسه دي.

هغه همداراز وويل، له تېرو درې مياشتو يې په بلخ کې د اداري فساد ۵۰ پېښې ثبت کړې دي.

خو حليمي په ډاګه کړه، که چېرې يې مرکزي اداره ملاتړ ونه کړي؛ نو د زورواکو پر وړاندې بې وسه دي.

نوموړي وويل: ((کله چې موږ مرکز ته خبر ورکوو؛ نو ډېر وخت وروسته يې ځواب راکول کېږي. په داسې حالاتو کې نو بيا رييس پر موږ خبر هم نه وي، نو چې موږ کار وکړو او مرکز مو ملاتړ ونه کړي، فشار رانه وړي؛ نو ښکاره ده چې هغه رييس له خپل نفوذ او زورواکۍ څخه کار اخلي.))

راشد حليمي فساد ته په اشارې سره وويل، دوى له تېر يو نيم کاله راهيسې په شمال زون کې د دولتي چارواکو د شتمنيو د ثبت لړۍ پيل کړې او د دولتي چارواکو د شتمنۍ د ثبت په موخه ۴۰۰ فورمې يې توزېع کړې وې، خو چارواکي په دې کار کې ورسره همکاري نه کوي.

د هغه په وينا، دا هغه دولتي چارواکي دي چې قانون ته سر نه ټيټوي.

د شمال زون له اداري فساد سره د مبارزې رييس وويل، دوی اندېښنه لري، که چېرې خپله راټوله کړې شتمني ثبت کړي؛ نو وېره ورسره ده چې ممکن پلټنې ورپسې وشي.

خو حليمي دغه ډول ناغېړي نامشروع کار وباله.

د هغه په وينا، د هر دولتي مامور د دندې لومړۍ چاره دا ده چې بايد خپله ټوله شتمني ثبت کړي.

د بلخ ولايتي شورا ځينې وکيلان وايي چې د حکومتي چارواکو مسووليت په دې نه خلاصېږي؛ چې د خپلو چارو په تړاو بې وسي وښيي.

د ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خيراندېش وايي، يوازې بلخ نه، بلکې د هر ولايت په دولتي ادارو کې فساد شته او بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه: ((لاره يې يوه ده، چې مفسد خلک بايد له دولتي دندو لرې کړای شي.))

خو خيراندېش هغه حکومتي چارواکي پړه وګڼل چې د خپلو چارو د تر سره کېدو پر وړاندې بې وسي ښيي.

د نوموړي په وينا، که چېرې همدا چارواکي د هغو کسانو نومونه واخلي چې دوی ته خنډونه جوړوي او يا هم له قانون څخه ځانونه پورته ګڼي؛ نو پر ټولنه اغېز کوي.

خو د ولايتي شورا بل وکيل ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل، د خپلو چارو پر وړاندې بې وسي ښودونکي چارواکي بايد استعفا وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه وکيل يم، که دا نن پوه شم چې خپلې چارې نه شم سمبالولی نو استعفا کوم.))

د هغه په وينا، حکومتي چارواکي دې هم همداسې وکړي چې پر ځای يې وړ شخص راشي، چې چارې په سمه توګه مديريت کړي.

مدني فعالان هم وايي، حکومتي چارواکي مسووليت لري چې خپلې دندې د قانون په رڼا کې سمبال کړي، کنه استعفا دې وکړي.

د بلخ مدني فعال سيد سجاد موسوي وايي، د دې پر ځای چې حکومتي چارواکي په خپلې بې وسۍ وژاړي؛ خلکو سره دې د هغو زورواکو نومونه شريک کړي چې دوی کار ته نه پرېږدي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې يې په دې کار وس نه کېږي؛ نو استعفا دې ورکړي.

خو د بلخ ولايت مقام چارواکي وايي چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشيراحمد توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی له ټولو هغو حکومتي چارواکو سره ملګري دي چې قانون پلی کوي.

نوموړي زياته کړه، يوازې په خبرو بدلون نه شي راتلی، بايد عمل وشي.

نوموړي د فساد پر وړاندې د ځينو چارواکو د بې وسۍ په تړاو وويل، دوی ته دې هغه خلک په ګوته کړای شي چې په چارو کې يې لاسوهنه کوي او خنډونه ورته جوړوي.

د هغه په وينا، که چېرې يې دوی لاسنيوی ونه کړ، نو بيا دې رسنيو ته شکايت وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.