کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم چې په ترکيه کې د تبعيد ژوند تېروي، د دغه هېواد له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ليدلي دي.
ترکي رسنيو د لړم په ٢٧مه خبر ورکړى چې اردوغان او عبدالرشيد دوستم پرون په انقره کې سره ليدلي دي، خو رسنيو ته يې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
عبدالرشيد دوستم شاوخوا اووه مياشتې مخکې ترکيې ته د درملنې په موخه تللى و، خو بيا همالته پاتې شو.
څو مياشتې مخکې هغه افغانستان ته د بېرته راتګ هڅه وکړه، خو د کابل او مزارشريف په هوايي ډګرونو کې يې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه او بېرته لومړى ازبکستان او بيا ترکيې ته ستون شو.
سرچينې وايي چې هغه په ترکيه کې د تبعيد ژوند تېروي او ورته افغانستان ته د بېرته تګ اجازه نه د هورکړل شوې.
شاوخوا څلور مياشتې مخکې د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند د دارالانشاء رييس عطاء محمد نور او د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق په ترکيه کې له دوستم سره ګډ سياسي ايتلاف جوړ کړ.
خو د څو مياشتو په تېرېدلو وروسته دغه سياسي ايتلاف هم مخ په ختمېدو دى.
څو ورځې مخکې د جنبش ګوند سرچينو ويلي وو چې په نږدې راتلونکي کې په عبدالرشيد دوستم بېرته هېواد ته راستون شي.
login or register a new account.