کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٦) : هغه افغانان چې په عربـستان کې د پاکستان په پاسپورټ کار کوي، ورته افغاني پاسپورټونه ورکول کېږي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې برخه کې د همکاريو له امله د سعودي د بادشاه خادم الحرمين والشريفين ملک سلمان ځانګړې مننه شوې ده.
دغه راز سرچينې ويلي،ولسمشر اشرف غني د بهرنيو چارو وزارت او په سعودي کې د افغانستان د سفارت د ځانګړو هلو ځلو په پايله کې دغه کار ممکن شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، په سعودي کې مېشت هغه افغانان چې په پاکستانيو اسنادو او پاسپورټونو دندې ترسره کوي، له دې وروسته به افغاني پاسپورټونه ورکول کېږي.
په رياض کې افغان سفارت ويلي، سر له نن ( د ليندۍ لومړۍ نېټې) څخه دغه کار پيل شوى
دى .
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ٣٠٠ زره افغانان په سعودي کې کار کوي.
خو ډېرى افغانان له پاکستان څخه د کډوالۍ پر مهال سعودي ته د کار لپاره تللي چې هغه مهال پر افغاني پاسپورټونو سعودي وېزې نه ورکولې.
login or register a new account.