کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د سولې تر تړون وروسته په لومړي بهرني سفر تللى دى .
د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې تړون د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه لاسليک شو، بيا څو مياشتې وروسته د حزب اسلامي مشر د ١٣٩٦ لمريز کال د غويي په نهمه لومړى په لغمان کې راښکاره شو او د غويي په ١٤مه، کابل ته ورسېد.
که څه هم هغه څو اوونۍ مخکې هرات ولايت ته تللى و، خو تر اوسه کوم بهرني هېواد ته يې سفر نه و کړى.
حزب اسلامي ته يوې نږدې سرچينې د ليندۍ په ٧مه، رسنيو ته ويلي چې ددې ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نن ترکيې او سعودي هېوادونو ته په سفر تللى دى.
خو سرچينې د دې سفر په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.
بلخوا د حزب اسلامي يو تن وياند نادر افغان پژواک اژانس سره په خبرو کې بهرنيو هېوادونو ته د حکمتيار سفر رد کړ او ويې ويل چې هغه په هېواد کې دى.
login or register a new account.