کابل(پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): د ښار او کور جوړونې وزارت په کابل ښار کې د پل خشتي جامع جومات د بيارغونې کار په ١١٧ ميليون افغانيو لګښت سره پيل کړ.
د ښار او کور جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري د پل خشتي جومات د بيارغونې کار د پيل مراسمو ته وويل چې دا جومات په تېرو کلونو کې د بېلابېلو حوادثو په ځانګړي ډول زلزلې په سبب زيانمن شوى چې له امله يې بيا رغونه او ترميم د ولسمشر د فرمان پر بنسټ نن پيل شوه.
هغه زياته کړه:((د پل خشتي جومات ترميم څه باندې ١١٧ ميليونه افغانۍ لګښت غواړي چې د ښار جوړونې وزارت له بوديجې ورکول کېږي او د پروژې کار به د ١٣٩٨ کال د غويي مياشتې په وروستيو کې پاى ته ورسېږي.))
د ښار او کور جوړونې وزير وويل چې په پل خشتي جومات کې به ځينې برخې نوې شي چې د جومات د امام لپاره د اوسېدو ځاى، د هرات له مرمرو د جومات د چت بيارغونه او د اړتيا وړ برېښنايي تجهيزاتو لګول په کې شامل دي.
ولسمشر غني د تېر کال په وري مياشت کې په پل خشتي جومات کې د لمانځه ادا کولو نه وروسته ددې جومات بېلابېلې برخې چې د زلزلې په سبب زيانمنې شوې وې، وليدې او لارښوونه يې وکړه چې د جومات بيا رغونه دې په بنسټيز ډول تر سره شي.
ددې جومات د جوړېدو چارې په ١١٨٧ هجري قمري کال کې د تيمورشاه دراني د سطلنت پرمهال پيل شوې، خو نيشاپور، سند او بلوچستان ته د نوموړي د اوږدو سفرونو او ځينو نورو لاملونو لکه د وزيرانو کورني اختلاف ددې لامل شول چې کار يې نيمګړى پاتې شي. له تيمور شاه وروسته د هغه زوى شاه زمان په ١٢١٣ه ق کال کې ددې جومات کار بشپړ کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن