ژبه

والي: د پکتیا امنیې قوماندانۍ بیارغولو په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی

ګردېز (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د پکتيا والي وايي، کورنيو چارو وزارت پر امنيې قوماندانۍ له بريد وروسته په هېڅ برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او ويجاړ شوي ځايونه لا هم پر خپل حال پاتې دي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې د دولت وسله والو مخالفينو پر امنیې قومانداني موټربم بريد وکړ چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښت چې ډېری يې د شاوخوا کورونو اوسېدونکي او د امنيې قومنداني ته د تذکرې او پاسپورټ جوړولو لپاره راغلي عام خلک وو.

والي شميم خان کټوازي د دغه ولايت د نوي امنيه قوماندان د معرفي کېدو په غونډه کې وويل، په ياد بريد کې د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ويجاړه شوې او شاوخوا نورو ځايونو ته سخت زيانونه اوښتي، خو اړوند وزارت له ژمنو پرته هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.

نوموړی نيوکه کوي، سره له دې چې د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ لپاره پيسې هم منظورې شوې، خو د کورنيو چارو د وزير پر بيا، بيا ژمنو سربېره يې لا هم کارونه نه دي پيل شوي.

دی وايي: ((په پکتيا کې د هېواد په کچه بې ساری بريد وشو، د امنيې قوماندان په ګډون شاوخوا اويا کسان په کې شهيدان او دوه سوه نور ټپيان شول، خو کورنيو چارو وزارت تر اوسه د يوه مېخ مرسته هم نه ده کړې، يواځې يې نن امنيه قوماندان رامعرفي کړ، نور هر څه پر خپل حال پاتې دي. پخواني امنيه قوماندان د خلکو زړونه ګټلي وو او له نوي قوماندان صېب امنيه څخه مې هم غوښتنه ده چې د خلکو ملاتړ خپل کړي.))

ده زياته کړه، په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي تر پخوا ډېره ښه شوې او له نوي امنيه قوماندان څخه يې هم غوښتنه وکړه چې د يادې مهمې برخې په پياوړتيا کې پوره هڅې وکړي.

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ډګر جنرال مرادعلي مراد په دې غونډه کې وويل، په قوماندانۍ د بريد په اړه څېړنې روانې دي او د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته به يې جزئيات له رسنيو سره شريک شي.

هغه ومنله چې له بريد وروسته قوماندانۍ ته د پاملرنې او بيارغونې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی او دې چارې نوموړی هم خواشينی کړی دی.

نوموړی وايي: ((په امنيه قوماندانۍ بريد ډېر وحشيانه و او په بريد کې د قوماندانۍ د ويجاړې شوې ودانۍ او شاوخوا ځايونو د بيارغونې هېڅ ډول کارونه نه دي شوي او په دې زه ناراضه يم.))

د پکتيا نوي امنيه قوماندان پاسوال سيدګل اقا روحاني د قانون پلي کول او د پوليسو مسلکيتوب ته د خپل کار لومړيتوبونه ياد کړل او ويې ويل، د امنيت د تامين لپاره به پوره هلې ځلې وکړي.

روحاني وايي: ((زه ستاسې عسکر يم، قانون به هم تطبيق کوو او امنيت به هم راولو، که پوليس له خلکو سره له نږدې کار وکړي، ډېر مشکلات حل کيږي؛ زه تاسو ته اطمينان درکوم چې د ژوند تر پايه به ستاسو په مشوره د خپلې دندې په تر سره کولو کې شپه او ورځ هڅه کوم.))

سيد ګل اقا روحاني تر دې وړاندې د مل پاسوال په رتبه د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر قومندان و.

login or register a new account.

ورته موضوع