Language

د کندهار له زندان څخه ۴۲ بندیان خوشې شول

کندهار (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۶): د کندهار له زندان څخه ۴۲ تنه بندیان چې په بېلابېلو جرمونو تورن پېژندل شوي وو، خوشې شول.

په دغو بندیانو کې ۲ تنې ښځينه هم شاملې وې.

د دغو بندیانو د خوشې کېدو پر مهال د کندهار والي زلمي ويسا، د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان او د فرمانونو د تطبیق کمېسيون غړو ګډون کړی وو.

زلمي ویسا وویل، دغه بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۱۰ او ۱۲۴ ګڼه فرمانونو پر اساس خوشې شول.

هغه زیاته کړه، د یادو شوو فرمانونو پر بنسټ ۴۲ تنه زندانیان چې۲ يې ښځينه وې ازاد او د ۲۷ نورو زندانیانو د بند په موده کې کمښت راغی.

نوموړي وویل، خوشې شوو بندیانو د خپلو جرمونو اړوند د بند سزا تېره کړې او له هغوی یې وغوښتل چې نور له قانون څخه سرغړونه و نه کړي او عادي ژوند پیل کړي.

د عبدالسلام په نوم یوه بندي پژواک ته وویل، شاوخوا یو کال یې دغلته بند تېر کړی خو له خوشې کېدو وروسته هڅه کوي په ټولنه کې د یوه ښه انسان په توګه ژوند وکړي او نور جرم و نه کړي.

د کندهار والي زلمي ویسا په کندهار محبس کې د ښځينه پوليسو لپاره د طعام خورۍ د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښوده.

دغه ودانۍبه څلور خونې او څلور تشنابونه ولري او تر راتلونکي يوې میاشتې به يې د جوړېدو چارې بشپړي شي.

والي وویل، د دغې ودانۍ پر جوړولو ۴۵۰۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي چې د UNDP مرستندویه ادارې له خوا ورکول کېږي.

د کندهار په زندان کې ۱۹۱۵ تنه بندیان دي چې ۲۷ تنې یې ښځې دي، په داسې حال کې چې دغه زندان د شاوخوا ٩٠٠ کسانو لپاره جوړ شوى دی.

د کندهار زندان د کندهار ښار لوېديځ پلو د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د لږ شمېر نفوس لپاره جوړ شوى و.

login or register a new account.