ژبه

یوناما د بشري حقونو خوندیتوب برخه کې د افغانستان د پرمختګ ستاینه وکړه

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر اوږدمهاله اهمیت ټینګار او د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ساتنې او پرمختګ په برخه کې د افغانستان د نوو ژمنو هرکلی کوي.

په کابل کې د يوناما مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په کابل کې یوې غونډې پر مهال د افغانستان دولت ته د بشري حقونو د شورا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکې وویله.

هغه زياته کړې: "یاد غړیتوب د هغو لاسته راوړنو تصدیق کوي چې د وروستیو کلونو په اوږدو کې ترلاسه شوي او موږ باید خپلو شریکو کارونو ته ادامه ورکړو، څو په افغانستان کې ټولو مدني، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو ته ورسېږو."

نوموړي ويلي:  "ننګونې  لا اوس هم زیاتې دي، خو ملګري ملتونه له ټولو افغان ادارو سره له نږدې کار کولو ته ژمن دي څو بریا ته ورسېږو. "

ملګري ملتونه د بشري حقونو د پراختیا او خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د پراخو ژمنو پوره کول هڅوي چې په کې د بشري حقونو په اړه پوهاوی، د شکایتونو میکانیزم، د زیانونو خساره، د عادلانه محکمې معیارونه، قانون جوړول او هغه پالیسۍ شاملې دي چې مسوولیت منل دودوي او هڅوي.

د يوناما مشر یاماموتو وايي: "دا زما لپاره ویاړ دی چې له افغان قربانیانو سره د پیوستون په موخه ودرېږم او له دوی سره یو ځای د عدالت لپاره غږ پورته کړم، څو سرغړونې پای ومومي، د پېښو عاملین عدالت ته وسپارل شي او د قانون حاکمیت پلی شي. "

د ملګرو ملتونو استازي همدارنګه په افغانستان کې د جرمي عدالت په برخه کې د اصلاحاتو د یوې غټې لاسته لاوړنې په توګه د افغانستان د نوي جزایي کود مبارکي هم ورکړه چې په افغاني ټولنه کې به د مثبتو بدلونونو لپاره لاره پرانیزي.

ځانګړي استازی وویل: "بشري حقونه د هغو قوانینو پر مټ ساتل کېږي چې نه یواځې د ټولنې حالت بیانوي، بلکې هغه د یوې روښانه راتلونکې لور ته بیایي، چېرې چې تر ټولو اغېز منونکي کسان له ناوړه ګټې اخیستنې خوندي ساتل کېږي. زما په اند جزایي کود کولای شي له بېلابېلو پرمختګونو سره مرسته وکړي. "

د يادونې ده، هر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو په اړه د پوهاوي لوړولو د ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې، ملګري ملتونه د بشري حقونو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د هغو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بشري حقونو د نړیوالې ورځې له تصویب را په دیخوا ترسره شوي، نمانځي.

د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سره، د میلیونونو انسانانو انساني کرامت خوندي شو. د انساني بې شمېره او ناویلو کړاوونو مخنیوی وشو او همدارنګه د یوې عادلانه نړۍ د درلودو بنسټ کېښودل شو. په داسې حال کې چې تر اوسه هم د دې اعلامیې ژمنې په نړیواله کچه او افغانستان کې پلې کېدو ته اړتیا لري، حقیقت دا دی چې د دې اعلامیې له تصویب څخه د کلونو په تېرېدو سره، دغه اعلامیه نړیواله برابري، عدالت، کرامت او نور ارزښتونه له ځان سره لري.