کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره پر امنيتي همکاريو خبرې کړې دي.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د ليندۍ په ٢٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ددې ليدنې په اړه لنډ معلومات او عکس خپور کړى دى.
بلخوا هندي رسنيو ويلي چې د دې ليدنې پر مهال کرزي او مودي پر دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان او سيمې پر امنيت او پوځي همکاريو خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، د افغانستان او هند ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ، له افغانستان سره د هند پرمختيايي مرستې او پر نورو کليدي برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ ددې ناستې مهمې برخې وې.
سرچينې زياته کړې، لومړي وزير مودي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د شپې د ډوډۍ مېلمستيا هم کړې وه.
login or register a new account.