لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۹۶): په هلمند کې د برېښنا رياست چارواکي وايي، د کجکي برېښنا بند کې اوبه کمې شوې او له دې امله ښايي پر خلکو برېښنا بنده شي.
دغه څرګندونې د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع د ليندۍ په ٢٧مه په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته وکړې.
قانع وويل چې هره ورځ دوى د کجکي بند د برېښنا له لګښته نږدې څلور ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کول خو د برېښنا په بندېدو سره به دغه عوايد ودرېږي.
د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال د کجکي په بند کې د اوبو ژوروالى ٤٩ متره دى که چېرې دغه کچه ٤٥ ته را ټيټه شي نو دوى اړ دي چې د برېښنا توليد بند کړي.
د قانع په وينا، د اوبو د کمښټ له امله د دوى د توليد کچه له ٥١ ميګاواټه څخه ٣٠ ته راټيټه شوې چې په دې کې يواځې پنځه ميګاواټه يې لښکرګاه ښار ته رسېږي.
ده وويل چې د کجکي د برېښنا له بند څخه په هلمند او کندهار کې شاوخوا ١٣٠زره مشتريانو ته برېښنا ورکوي.
نوموړي دا هم وويل چې دا مهال په هلمند کې يو شمېر دولتي ادارې او زورواکي د برېښنا د لګښت له امله ٢٢٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي چې په اړه يې اړوندو ارګانونو ته خبر ورکړى دى.
د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د وادي ادارې مشر انجنير خان اقا پژواک ته وويل چې د کجکي بند، د اوبو لپاره جوړ شوى نه د برېښنا لپاره.
هغه وويل: ((موږ له دغه بند څخه اول بايد خلکو ته اوبه پوره کړو او که اوبه پاتې شوې نو بيا برېښنا ته يې ورکوو، کنه د اوبو پر وړاندې برېښنا موږ ته هېڅ ارزښت نه لري.))
ده وويل: ((په بند کې ځکه اوبه کمې شوې چې تېر کال بارانونه کم وو، خلکو له بند نه مخکې د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره زرګونه واټر پمپونه لګولي دي او تر څنګ يې د کرنې ادارې په ځينو سيمو کې ويالې هم ايستلې دي چې اوبه په کې بېځايه روانې وي.))
هغه دا هم وويل چې له کلونو راهيسې د کجکي بند کاسې نه دي پاکې شوې نو ځکه يې اوبه هم کمې شوې دي.
خو بل لور ته د لښکرګاه ښار اوسېدونکي د برېښنا د بندېدو په اړه اندېښنې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن