ژبه

ولسمشر غني: د معلوماتي ټکنالوژۍ د انکشاف لپاره پنځه کلنې ستراتیژۍ ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦) :  ولسمشر اشرف غني وايي، چې د معلوماتي ټکنالوۍ د پرمختيا لپاره پنځه کلنې ستراتيژۍ ته اړتيا ده.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د  لوړو زده کړو وزارت مسوولینو "د مډرن او ټکنالوژۍ خدمتونو سره د مدیریتي سیستمونو د واحد جوړولو " تر سرلیک لاندې د معلوماتي ټکنالوژۍ د دیارلسم ملي کنفرانس د جوړولو د پایلو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د یاد کنفرانس د جوړولو په اړه معلومات  ورکړل او د معلوماتي ټکنالوژۍ له برنامو  څخه یې د جمهوررئیس غني د ملاتړ قدرداني وکړه.

هغه د معلوماتي ټکنالوژۍ په وده او انکشاف کې د دې ډول برنامو رول ارزښناک وباله وې ویل، په دې کنفرانس کې رقابتي نندارتون جوړ شوی وو او ۲۵ پروژې ننداري ته وړاندې شوې چې له معیاري سنجش وروسته پنځو پروژو لوړ مقام وګاټه.

ولسمشر په خپلو خبرو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د دیارلسم کنفرانس له جوړونکو مننه وکړه وې ویل: ((د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون هر ګټونکي ته له خپلو شخصي پیسوڅخه ۶۰ زره افغانۍ ورکوم.))

هغه د معلوماتي ټکنالوژۍ د ارزښت او د ادارو او د خلکو ټولنیز ژوند په ښه والي کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې وې ویل، د ژوند چاپیریال د بدلون په حال کې دی او دا بدلون ؛د څلورم صنعتي انقلاب محصول دی.

ولسمشر زیاته کړه، د معلوماتي ټکنالوژۍ له پرمختګ، د شرکتونو، ملتونو، دولتونو او براعظمونو ترمنځ د سیالۍ ډول تغیر کړی او دا پدیده له مفکورې نه په عمل بدله شوی ده. هغه وویل افغانستان باید په معلوماتي ټولنې بدل شي، ځکه موږ په بشپړ ډول په غیرمعلوماتي فضا کې قرار لرو او د هیڅ برخې دقیق ارقام موجود نه دي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: (( تاسې باید له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د معلوماتي ټولنې د جوړولو په برخه کې هڅې وکړئ، ځکه اوس ټولنې د چاپیریال د بدلون پر بنسټ مخته ځي. هغه د ټکنالوژۍ په برخه کې د تولیدونکې بشري قوا پر جوړښت ټینګار وکړ.))

ولسمشر اشرف غني په تېرو کلونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ستراتیژۍ او منسجم تهداب نشتوالی عمده ننګونه وبلله وې ویل: د ښې ستراتیژۍ نشتوالی د فرصتونو د ضایع کېدو او محدودیتونو  لامل شوی.

جمهور رئیس غني د معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا په برخه کې د واضح لیدلوري په لرلو ټینګار وکړ وې ویل، باید په دې برخه کې فکري ظرفیتونه جوړ او موثره ستراتیژي ترتیب کړو. هغه په ټینګار وویل، د انټرنیټ بیه باید راټیټه شي او د انټرنیټ د وېش باور ي شبکې دې جوړې شي.

هغه د لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو او د مرکزي احصائیې له ادارې وغوښتل چې له نورو ادارو سره په همغږۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ په انکشافي طرحه کار وکړي او په دې برخه کې د ستونزو له ارزونې وروسته دې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره اساسي اهداف تعیین کړي چې دا طرحه په افغانستان شموله او ملي برنامې بدله شي.

اشرف غني د معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو د وړاندېزونو هرکلی وکړ او وې ویل، په نوی ستراتیژۍ کې به ستاسې وړاندېزونه په نظر کې ونیول شي. 

login or register a new account.