Language

هرات او پکتیکا کې ۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه- هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې په هرات او پکتيکا ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکو ويلي چې د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ د بريمي په سيمه کې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات کړي چې په نتيجه کې يې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د امنيې قوماندانۍ اړوند د ځانګړې قطعې او امريکايي ځواکونو له لوري په ګومل ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې هوايي ځواک يې هم ملتيا کوله، ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شکمن کس ژوندی نيول شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ده.

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي طلامحمد هم پژواک ته وويل چې د بريمي سيمه د ګومل ولسوالۍ اړوند له اومنې ولسوالۍ سره په کرښه پروت کلی دی چې تېره شپه ورباندې عمليات شوي دي.

هغه وويل چې په دغو عملياتو کې يې د دوو وسله والو طالبانو جسدونه ليدلي چې د دوی کلي ته يې ور وړي.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ د ترسره شوو عملياتو پر مهال د ۱۴ طالبانو په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې اتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغو وسله والو غوښتل چې په سيمه کې پر دولتي ځواکونو بريدونه ترسره کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول چې په پايله کې يې پنځه وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.