کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي که طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته چمتو شي؛ نو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون به د هغوى د ټولو معقولو غوښتنو ملاتړ وکړي.
حکمتيار دغه څرګندونې پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانانو يوې غونډې ته کړې دي.
پژواک په دوبۍ کې د دغې جوړې شوې غونډې ويډيو ترلاسه کړې چې د افغانستان کونسل جنرال صمد افغان او نورو مسوولينو، د حزب اسلامي يو شمېر مشرانو او لسګونو نورو افغانانو په کې ګډون کړى و.
حکمتيار څو ورځې مخکې د خپل ګوند له يو پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللى دى.
حکمتيار يادې غونډې ته ويلي چې اوسمهال تر ټولو ستر کار د روانې جګړې پاى ته رسول دي .
ده زياته کړه:" دا جګړه يواځې افغانان پای ته رسولای شي او بايد په دې اړه په خپله پرېکړه وکړي."
د حکمتيار په وينا، ولس او هېواد سولې ته اړتيا لري او په همدې موخه حزب اسلامي د سولې لاره خپله کړې ده .
هغه د افغانستان د دولت پر نورو مخالفينو هم غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وويل، که چېرې د سولې لاره خپلوي او له جګړې لاس اخلي؛ نو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون د دوى د ټولو معقولو او مشروعو غوښتنو ملاتړ کوي.
د حزب اسلامي مشر وويل، د سولې خبرو د پيلولو په صورت کې به په اوسني نظام او حکومت کې د بدلون، د اسلامي شريعت حاکمېدو او د هغوی د نورو غوښتنو ملاتړ هم وکړي.
خو طالبان بايد لومړى له جګړې لاس واخلي او د سولې او مذاکرې لاره خپله کړي.
د حزب اسلامي مشر له دولت څخه هم وغوښتل چې د طالبانو په اړه په خپله لهجه او سياستونو کې بدلون راولي.
login or register a new account.