ژبه

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : ولسمشر اشرف غني وايي چې زغم يې له ټوپک سره د مخه ښې لپاره دی، ځکه  یوازې اوسني نه، بلکې راتلونکو پنځو نسلونو ته مسوولیت ورپه غاړه دى.

له ارګ څخه د مرغومي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ماښام د ځاځیو مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په کتنه کې وکړې او د هغوی ستونزې اوغوښتنې يې واورېدې.

سرچينې ويلي، دغه کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، وکیل ګل بادشاه مجیدي، د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست، د ځاځیو شورا ريیس حاجي عبدالصمد ځاځي، قوماندان داوود ځاځي او دلبرجان ارمان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس د لاسته راوړنوقدرداني وکړه او له دولت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

یادو ویناوالو د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د دفاع او خدمت په برخه کې د ځاځیو ولسونو هلو ځلو او سرښندنو ته په اشارې وویل، زموږ د هېوادوالو بې حده سرښندنو ته په درناوي له هغو افرادو چې خپلې شخصي ګټې او مسایل مطرح کوي په ټینګه غواړو چې د هېواد ملي ګټو ته ارزښت او لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر غني د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د ځاځیو ولسونو مېړانه او د دوی د سیمې طبیعي ښکلا وستایله او زیاته یې کړه، د هېواد د دفاع په برخه کې ستاسو د همت قدرداني کوم، ځکه د پولې له هغې غاړې هر شوی برید تاسو دفع کړی چې دا زما او ټولو هېوادوالو لپاره لوی ویاړ دی.

هغه زياته کړه، ځاځیو د هېواد د دفاع په لاره کې د تورې او سرښندنو تر څنګ د ځوانانو په زده کړه هم  ښه پانګونه کړې. هغه زیاته کړه، کلیو پراختیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د سرحدي ولسوالیو د ستونزو د بنیادي حل لپاره یو پروګرام ترتیب کړي چې له امله به یې ټولې هغه ستونزې چې تاسو یادې کړې په اساسي توګه حل شي.

ولسمشر غني د بشري قوا عالي شورا جوړېدو ته په اشارې وویل، د معارف په برخه کې به اساسي بدلون راشي او تر نوي کال پورې به په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

هغه د بهرنیومتخصصینو  د څرګندونو په اساس په افغانستان کې که ځنګلونه زیانمن شوي، خو خاوره یې پرځای ده او د ځنګلونو د ژر احیا کولو زیات امکانات لري. هغه زیاته کړه، کرنې وزارت به د ځنګلونو د احیا کولوپه برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل کړي.

محمد اشرف غني د ځاځیو مشرانو ته په خطاب کې وویل: (( ولس ته ووایئ چې د ولسمشر زړه د زمري دی او زموږ زغم له ټوپک سره د مخه ښې لپاره دی، ځکه موږ یوازې اوسني نه، بلکې راتلونکو پنځو نسلونو ته مسوولیت لرو او له اوسني برابر شوي بېساري فرصت څخه باید د هېواد د پرمختګ او د ولسونو د سوکالۍ لپاره اعظمي ګټه واخلو. ))

login or register a new account.