هرات(پژواک،۲۴مرغومی۹۶): د هرات ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېډو کار چې د ايران له خوا ترسره کېده له يوې مياشتې راهيسې د نا معلوم دليل له امله بند شوی دی.
ددغو چارواکو په وينا، د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ پروژه چې له ۱۳۰کيلومتره ډېر اوږدوالی لري،د ايران له خواف څخه د هرات ولسوالۍ تر غوريان ولسوالۍ پورې غځېدلې چې ۷۰کيلومتره يې د ايران په خاوره او پاتې ۶۰کيلومتره يې د افغانستان په خاوره کې موقعيت لري.
د هرات ولايت د فوايد عامې رييس حبيب الله تيموري، پر ايران تور ولګاوه چې د يادې شوې پروژې د کار بشپړېدو په برخه کې يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او ويې ويل چې د هرات- خواف اورګاډي پټلۍ درېيمې کرښې د جوړېدو کار له يو څه وخت راهيسې د نامعلوم دليل له امله بند شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د يادې شوې لارې له ۶۰کيلومتره څخه چې د افغانستان په خاوره کې جوړېږي، ۳۰کيلومتره يې بشپړه شوې او د پاتې ۳۰ کيلومتره نورې لارې پلچکونه جوړشوي، خو نورې چارې يې پاتې دي .
د هرات ولايت د فوايد عامې رييس دغه راز وويل، ټاکل شوې وه چې د يادې شوې پټلۍ کار په ۷کلونو کې بشپړ شي، خو تر اوسه لا نه دی بشپړ شوی.
له بلې خوا د هرات د ولايتي شورا غړي سيد عظيم کبرزاني پژواک ته وويل:” له بده مرغه په ياده شوې پروژه کې تل سستي شتون درلود چې افغان حکومت بايد دې برخې ته کلکه پاملرنه وکړي او دغه ستونزه د ايران هېواد له لوري ده چې بايد حل شي. “
د هرات د فوايد عامې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د هرات-خواف ريل پټلۍ د څلورمې کرښې د جوړېدو کار چې سل کيلومتره اوږدوالی لري هم د افغان دولت مکلفيت دی، د ايران له خوا د درېيمې کرښې د کار په ختمېدو سره به يې لومړني کارونه پيل شي.
د هرات ځايي اداره هم وايي چې د ايران دولت له خوا دې د هرات- خواف ريل پټلۍ د پاتې ۳۰کيلومتره برخې کاري بهير پيل شي.
خو په هرات کې د ايران کونسلګرۍ چارواکي، د هرات-خواف ريل پټلۍ کار بندېدل د هوا پر سړېدو پورې اړوند ګڼي او وايي چې د ايران د ريل پټلۍ چارواکي، کابل ته راغلي او د يادې شوې پروژې په اړه خبرې کوي او په څو راتلونکو ورځو کې به دغه کار بېرته پيل شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن