کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶) : د کابل ښار پر انټر کانټنینټال هوټل وسله والو کسانو ډله ییز برید کړی دی.
عیني شاهدان وایي، چې دا برید نن دمرغومي په ۳۰مه، د ماسخوتن په شاوخوا پاو باندې نهو بجو شوی دی، سرچینې وایي، چې د بریدګرو شمیره درې تنه دي او هوټل ته دننه په ننوتلو بریالي شوي دي.
دسیمې یو تن اوسیدونکی پژواک ته وویل، چې لومړۍ یې دډزو غږونه اوریدلي او بیا چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت دا برید تاییدوي اووایي، چې ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې دبریدګرو شمیره څلور تنه وو، یو تن یې وژل شوی اودرې د شپې تر یوولسو بجو پورې مقاومت کولو.
هغه زیاته کړه، جې ځانګړي ځواکونه د هوټل پاس پوړونو کې دي او ځینې پوړونه تصفیه شوي دي.
د مخابراتو معلوماتو ټیکنالوجۍ وزارت یوه چارواکي پژواک ته وویل، چې دیکشنبې په ورځ هلته د ټولو ولایتونو د مخابراتو د رییسانو غونډه جوړیدونکې وه.
سرچینې وویل، چې ډیری کسان د شپې لخوا په یاد هوټل کې وو او څلور تنه یې ټپیان شوي دي.
login or register a new account.