ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکاچارواکي : د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو کې ٦٣ طالبان وژل شوي

د پکتيکاچارواکي : د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو کې ٦٣ طالبان وژل شوي

author avatar
22 Jan 2018 - 16:42
د پکتيکاچارواکي : د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو کې ٦٣ طالبان وژل شوي
author avatar
22 Jan 2018 - 16:42

ښرنه(پژواک،٢سلواغه٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوه ولسواليو کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٦٣ طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال محمد عظيم هاشمي د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو په برمل او نکه ولسواليو کې د طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې د طالبانو د مشهور قوماندان ترابي په ګډون ٦٣ طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د بريدونو پرمهال د طالبانو وسلې، مهمات او پټنځايونه هم له منځه تللي دي.

دغه راز د نکې ولسوالۍ يواوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د يادو بريدونو ترڅنګ امريکايي ځواکونو يو شمېر کسان هم له ځانه سره وړي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې بريدونو کې د دوى ملګرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

مجاهد هم وويل چې له يادو ولسواليو څخه امريکايي ځواکونو يو شمېر کسان له ځانه سره وړي دي.

امريکايي ځواکونو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

برمل او نکه د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله هم لري.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار  د تګاب ولسوالۍ په څو سيمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات پيل کړي چې په پايله کې يې د وسله والو د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې نيول شوي کسان د پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

يوسفزي دغه راز وويل چې نن سهار د کوهبند ولسوالۍ د درنامې په سیمه کې د یو پخواني ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو ماشوم ټپي او دواړه پښې يې پرې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.