کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان يو لوړپوړى دولتي پلاوى کابل ته سفر وکړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوى به د راتلونکې فبرورۍ مياشتې په درېيمه نېټه (د سلواغې په ١٤مه) د شنبې په ورځ کابل ته ورسېږي.
سرچينې زياته کړې چې دغه پلاوى به په کابل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کاري پلان د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې ګډون کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي مشري به د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کوي او له افغان لوري سره به پر بېلابېلو موضوعاتو رغنده خبرې کوي.
د پاکستان سفارت ويلي چې په دې خبرو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، سولې، پخلاينې او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې وشي.
سرچينه وايي، پاکستان غواړي چې د دولتونو او لوړپوړو چارواکو په کچه له افغانستان سره اړيکه ونيسي او د رسنيو له لارې ډيپلوماسي ترسره نه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((په همدې موخه د پاکستان لومړي وزير غوښتل چې له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړي.))
خو سرچينې دا نه دي ويلي چې دا خبرې شوي که نه؛ ځکه چې نن سهار يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي وو چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير سره د ټيلېفون له لارې خبرې اترې رد کړې دي.
د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د افغان حکومت هغه بېړنۍ غوښتنه ومنله چې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى اسلام اباد ته سفر وکړي.
سرچينې ويلي چې افغان پلاوي د ولسمشر اشرف غني پيغام له ځان سره راوړى دى.
تر دې مخکې يادې سرچينې پژواک ته ويلي و چې دغه پلاوى د کابل په وروستيو بريدونو کې د حقاني ډلې او په پاکستان کې د مېشتو نورو ترهګرو ډلو د ککړتيا په اړه اسناد او شواهد له ځان سره وړي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره به يې شريکوي.
د افغانستان د حکومت يوې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې د راتلونکې شنبې په ورځ پاکستاني پلاوى کابل ته راځي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت کرزي په مشرۍ غونډه کې ګډون کوي.
login or register a new account.