جلال اباد (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په دغه هوايي بريد کې د داعش وسله والو يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن