کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېـټې له خوا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د سلواغې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د غوراوي دا سيالۍ د لسو هېوادونو د لوبـډلو په ګډون د ٢٠١٨زېږديز کال په مارچ مياشت کې په افريقايي هېواد زمبابوې کې ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړې،يادې لس لوبـډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې افغانستان په "ب" ګروپ کې له کوربه زمبابوې، سکاټلينډ، هانګ کانګ د نړيوال کرکټ ليګ ددويم ډوېژن څخه دويم مقام ګټونکي هېواد سره دى، چې دا هېواد وروسته اعلانېږي.
د غوراوي سياليو په "الف" ګروپ کې ويسټ انډيز، ايرلينډ، پي اينډ جي، هالنډ او د نړيوال کرکټ ليګ له دويم ډوېژن څخه لومړى مقام ګټونکى هېواد شامل دى.
د يادو سياليو لپاره اعلان شوې ملي لوبـډله په لاندې ډول ده.
۱- محمد شهزاد ۲ - جاوېد احمدي ۳- احسان الله جنت ۴- رحمت شاه زرمتی ۵ - اصغر ستانکزی ۶ - نجيب الله ځدراڼ ۷ - سميع الله شينواری ۸- ناصر جمال ۹ - محمد نبي
۱۰ - ګلبدين نايب ۱۱- راشد خان ۱۲ - مجيب ځدراڼ ۱۳ - شرف الدين اشرف ۱۴ - دولت ځدراڼ ۱۵ – شاه پور ځدراڼ
په احتياطي ( ريزرف ) لوبغاړو کې کريم جنت، افسر ځاحى او افتاب عالم شامل دي.
د کرکټ د چارو کارپوه زبير بابکرخېل يادې سيالۍ مهمې بولي، خو زياتوي چې په اعلان شوې لوبـډله کې داسې لوبغاړي هم شته، چې بايد نه واى نيول شوي .
هغه پژواک اژانس ته وويل، شاه پور ځدراڼ جاوېد احمدي او نور علي داسې لوبغاړي دي چې ډېر چانسونه ورکړل شوي، خو ځلېدلي نه دي.
بابکرخېل وايي، د هېواد د ١٩ کلنو لوبـډلې ځينې پياوړي لوبغاړي په تېر نړيوال جام کې ښه وځلېدل چې له امله يې د هندوستان په غوره ليګ کې هم په لوړه بيه واخيستل شو، خو افغان کرکټ بورډ ورته چانس نه دى ورکړى.
د نوموړي په وينا، د پخوانيو زړو لوبغاړو پر ځاى بايد ځوانو با استعداده لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.
login or register a new account.