کابل (پژواک، ۲۰سلواغه ۹۶): د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر ۲۴ ساعتونه د هېواد په ځینو سيمو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۶۶ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، لوګر، پکتيا، اروزګان، زابل، هرات، فراه، فارياب، بغلان، تخار، جوزجان، نيمروز او هلمند ولايتونو کې وژل شوي دي.
سرچينې ليکلي چې په دغو عملياتو کې د دولت ۲۵ مخالفين ټپيان او څلور نور نيول شوي هم دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په لړ کې هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۵۱ الوتنې ترسره کړې او په ۱۲ ساحو کې يې وسله وال مخالفين تر بريد لاندې نيولي دي.
د ملي دفاع وزارت د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو ادعا کړې چې دوی د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر دولتي ځواکونه وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن