ژبه

ګردېز ښار کې د دفاع وزارت اړوند ٢٤٣  دوکانونه ښاروالۍ ته وسپارل شول

ګردېز(پژواک،٢١سلواغه٩٦): د ولسمشر له حکم سره سم د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د دفاع وزارت اړوند ٢٤٣ دوکانونه رسما ښاروالۍ ته وسپارل شول.

د همدې موخې لپاره د ولسمشر غني د سلاکار نبي مصداق په مشرۍ د دفاع او ښار جوړونې د وزارتونو او اراضي ادارې راغلي پلاوي له ولايتي مسوولينو سره په ناسته کې وويل چې له دې سربېره به د ياد وزارت اړوند لسګونه جريبه ځمکه هم ښاروالۍ ته ورکړل شي.

ولسمشر محمداشرف غني پکتيا ته په وروستي سفر کې دفاع وزير ته امر کړی و، چې په ګردېز ښار کې د دې وزارت اړوند ټول دوکانونه او لسګونه جريبه ځمکه ښاروالۍ رياست ته وسپاري.

ولسمشر ويلي و: ((دفاع وزارت دې ټول دوکانونه ښاروالۍ ته ورکړي، د دفاع وزارت کار دفاع او جګړه ده، نه دوکانداري؛ همدارنګه دې په ښار کې هم د دې وزارت ځمکه ښاروالۍ ته وسپارل شي.))

نبي مصداق وايي چې د دفاع وزارت د ځمکو په تشخيص او تصفيې کار روان دی او ژر به حل شي.

هغه زياته کړه: ((د رييس صيب جمهور له حکم سره سم په لومړي پړاو کې ۲۴۳ دوکانونه، چې د دفاع وزارت پر ځمکه جوړ شوي او د دې وزارت مربوط و، ګردېز ښاروالۍ ته وسپارل شول او په ځمکو هم کار روان دی، چې هر څومره ژر کېدای شي تشخيص او ښاروالۍ ته به ورکړل شي.))

دغه راز په دې ناسته کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي راغلي پلاوی ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دې دوکانونو له سپارل کېدو سره به د ګردېز ښاروالۍ عوايد هم لوړ شي.

کټوازي وويل چې د ښاري پراختيا او ګردېز ښاري ماسټر پلان د تطبيق لپاره ښاروالۍ ته د ځمکو سپارل مهم دي.

نوموړی وايي: (( ښاروالۍ ته د دوکانونو له سپارلو سره ښاري نظم لا ښه او عوايد زياتيږي او کومې ځمکې چې پاتې دي، په کار ده چې د هغو د سپارلو چارې هم چټکې شي؛ له دې سره د ښاري پراختيا پر وړاندې خنډونه له منځه ځي.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد ښاروالۍ ته د دوکانونو سپارل مهمه او اصولي چاره ياده کړه او د ولسمشر له حکم سره سم د قانون په چوکاټ کې يې د ځمکو ور سپارل وغوښتل.

خالد وايي: ((د رييس صيب جمهور د ۳۱۰۶ ګڼه حکم پر اساس ۲۴۳ دوکانونه راوسپارل شول او په ځمکو هم کار روان دی، غوښتنه مو دا ده چې ځمکې هم تر حمل مياشتې راته وسپارل شي، چې په نوي کال کې د ښاري ماسټر پلان په تطبيق کې کومه ستونزه نه وي.))

اوسمهال د ګردېز په څو مهمو سيمو کې د دفاع وزارت اړوند لسګونه جريبه ځمکه شته او ټاکل شوې چې ملکي برخې ته له سپارل کېدو سره به په کې د نورو چارو ترڅنګ، ښځو ته اقتصادي مرکز هم جوړ شي. 

login or register a new account.