ژبه

لوى درستيزانو د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد د همکارۍ ژمنې کړې

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): په کابل کې د ناټو او د پنځو هېوادونو د لوى درستيزانو غونډه د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې له يو بل سره د همکارۍ پر ژمنو پاى ته ورسېده.

په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او قزاقستان لوى درستيزان او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن ګډون کړى و.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا غونډه د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا تنظيم شوې او مشري يې د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن کوله.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې له يوه بل سره د همکاريو هوکړې او ژمنې وکړې.

نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې د امريکا مرکزي قومانداني به په دې اړه اعلاميه خپروي.

بلخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو د عامه اړيکو د دفتر مشر او وياند ټام ګريسبيک پژواک اژانس ته وويل، د مرکزي اسيا هېوادونو د لوى درستيزانو دا غونډه دوه ورځې په کابل کې روانه وه.

هغه زياته کړه چې دا ډول غونډې هر کال يو ځل د يوه د همکارو او متحدو هېوادونو په کوربه توب ترسره کېږي.

ګريسبيک وايي چې لوى درستيزانو په دې غونډه کې د امنيت او دفاع په اړه پر سيمه ييزو موضوعاتو خبرې وکړې.

د هغه په وينا، دې غونډې پوځي مشرانو ته دا چانس ورکړ چې له يو بل سره له نږدې وګوري، پر اړوندو موضوعاتو، ګډو موخو او ګټو، د افغانستان او سيمې پر سولې او ثبات خبرې وکړي.

بلخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړى و، ويلي چې د ټولې سيمې امنيت او ثبات له افغانستان سره تړلى دى.

هغه چې پرونۍ غونډې ته يې وينا کوله، زياته کړې چې هېوادونه په يواځې توګه نه، بلکې په ګډو هلو ځلو خپلو موخو ته رسېدلى شي.

جنرال باجوه ادعا کړې ده چې په خپل هېواد کې يې د ترهګرو خوندي ځالې له منځه وړې دي او په دې اړه یې نور اقدامات هم په لاره اچولي دي.

login or register a new account.