کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): حکمتيار جګړه د حل لار نه بولي، وايي د مخنيوي لپاره يې بايد کډوال راستانه شي، مخالفينو ته غېږ پرانيستل شي او د تشنج د سياست په پرېښودو سره له ټاکنو د بحران حل لار جوړه شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې نن يې په کابل کې له افغانستانه د وخت د شوروي پوځونو د وتلو د ۲۹مې کاليزې په نمانځغونډه کې خبرې کولې، وويل چې د افغانستان جګړه هېڅوک په زور نه شي ګټلای او د روان ناورين د حل لار د جګړې په پاى ته رسېدو کې دی.
هغه وويل: "له دغه جنګ نه، د شوروي ځواکونو د ماتې نه يو درس اخيستل کېدای شي او هغه دا چې افغانستان هېڅوک د تل لپاره نه شي نيولای، حکومتونه بدلولای شي او نسکورولای شي؛ خو د افغانستان دايمي اشغال هېچا ته ممکن نه دی."
هغه زياتوي: "د افغانستان روان جنګ هم داسې ګټونکی نه لري لکه شوروي اتحاد چې ونه شو ګټلای، ټول بايد دا د يو حقيقيت په توګه ومنو چې د روان بحران د حل لار د جنګ دوام نه دی."
حکمتيار پر طالبانو غږ وکړ: "دا جنګ نه شئ ګټلای، که ګومان کوئ کولای شئ بيا راشئ کابل ستاسو په لاس کې پريوځي اشتباه مو کړې؛ دا حقيقت بايد ټول لوري درک کړي، راشئ تاسو هم د سولې لار غوړه کړئ همغه لار چې حزب اسلامي اختيار کړه؛ د بحران د حل لار همدا ده."
هغه پر حکومت هم غږ وکړ چې مخالفينو ته خپله غېږ پرانيزي.
همداراز دی وايي: "د جنګ عوامل بايد پای ته ورسېږي، هغه که د قدرت انحصار وي د يوه ټولګي په لاس کې هغه هم د پرديو په مرسته او که د دولت له واک او ځواک او د بهرنيو ځواکونو په مټ د خپل سياسي او قومي رقيب رټل، شړل، د هغوی د ځمکو غصبول او زندانونو ته لېږل؛ بايد لاس ترې واخيستل شي."
د حزب اسلامي مشر د کډوالو په بېرته راستنولو ټينګار وکړ او ويې ويل، څو چې په کور دننه او له هېواده بهر د اته ميليونه کډوالو او بېځايه شوو ستونزې نه وي حل شوې، د جګړې پای ته رسېدل ممکن نه دي.
حکمتيار وايي، که چېرې ټول افغانان دا ژمنه وکړي چې بيا پخوانۍ خونړۍ ناکامې تجربې نه تکراروي، د جګړې له لارې واک ته رسېدل نه غواړي او د يو او بل حذفول نه غواړي؛ نو ښه لار دا ده چې رڼې ټاکنې ترسره او د ملت رايو ته مراجعه وشي.
دی وايي: "متاسفانه موږ دا غلطي کړې او دا غلطه تجربه مو ازمويلې، راشئ تر دې وروسته يو او بل وزغمو، راشئ له دې راتلونکو انتخاباتو نه د بحران د حل يوه وسيله جوړه کړو."
د هغه په وينا، حزب اسلامي له دې سره سره چې د ملي يووالي په حکومت کې ونډه نه لري او ډېرې مهمې څوکۍ هم د حزب د رقيبانو په لاس کې دي، د حکومت له منځه وړل او تضعيف کول نه غواړي.
ده په حکومت کې پر شاملو ډلو هم غږ وکړ چې حکومت کمزوری نه کړي او د ګواښ د لهجې او تشنج د را ولاړولو سياست پرېږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن