ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې شپږ تنه له چاودېدونکو توکيو ډک موټر سره ونيول شول

کاپيسا کې شپږ تنه له چاودېدونکو توکيو ډک موټر سره ونيول شول

author avatar
20 Feb 2018 - 19:13
کاپيسا کې شپږ تنه له چاودېدونکو توکيو ډک موټر سره ونيول شول
author avatar
20 Feb 2018 - 19:13

محمودراقي (پژواک، ١ کب ٩٦): پوليس وايي، کاپيسا کې يې د يو افسر د وژونکو د پلټنې په عملياتو کې شپږ وسله وال چې د پوليسو د هويت جعلي کارتونه يې هم جوړ کړي و، له چاودېدونکو توکيو ډک موټر سره نيولي دي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د کاپیسا د مرکز اړوند د نواباد د لومړۍ حوزې امر د د کاپيسا د مرکز په اړوند سيمه کې د وسله والو په يو بريد کې ووژل شو.

يوسفزي نن خبريالانو ته وويل چې تر دې پېښې وروسته پوليسو د نواباد رېګروان په نوم دغه سيمه کلابنده کړه او د چانيزو عملياتو پر مهال يې هلته په يو کور کې شپږ تنه له کلاشينکوفونو او چاودېدونکو توکيو سره ونيول.

دى وايي چې پوليسو هغه سراچه موټر هم تر لاسه کړى چې نيول شويو کسانو د ځانمرګې بريد په موخه چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى کړي وو. 

هغه وويل چې نيول شويو کسانو د پوليس د هويت جعلي کارتونه هم جوړ کړي وو، د ملي ردو او ملي پولیسو دریشۍ هم ور سره وې.

د یوسفزي په وینا، په دې اړه چې دغو کسانو د پوليسو د هويت کارتونه څنګه جوړ کړي، څېړنې روانې دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.