کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د پاکستان وتلي سياستوال عمران خان طالبانو ته د افغانستان د حکومت د سولې د وړانديز ملاتړ وکړ.
د افغانستان حکومت تېره اوونۍ د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې يوه جامع طرحه وړانديز کړې ده.
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ګوند مشر عمران خان تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې عمران خان د افغانستان د ولسمشر له خوا طالبانو ته د سولې د وړانديز هرکلى وکړ.
عمران خان زياته کړې چې د افغان شخړې هوارى له خبرو اترو پرته بله لاره نه لري.
د هغه په وينا، با ثبات او سوله ييز افغانستان د پاکستان په ګټه دى او د سولې لپاره بايد له هرې لارې کار واخيستل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګوند مشر عمران خان د افغان سفير په لاس ولسمشر اشرف غني ته د نېکو هيلو پيغام هم لېږلى دى.
د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې دغه اړيکه تاييد کړې ده، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
عمران خان چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او ملي لوبغاړى و، ٢٠ کاله مخکې يې د "تحريک انصاف" په نامه سياسي ګوند جوړ کړ.
د هغه ګوند په خيبر پښتونخوا ايالت کې واکمني او له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.
عمران خان تر دې مخکې د طالبانو په ملاتړ ځينې څرګندونې هم کړې دي او په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ده ګوند د حکومت له خوا د طالبانو له مهمې مدرسې حقانيه دارالعلوم سره د سلګونو ميليونو کلدارو مرستې هم شوې دي.
login or register a new account.