ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د پرلت خېمې ګډونوالو د خوړلو اعتصاب پاى ته ورساوه

د هلمند د پرلت خېمې ګډونوالو د خوړلو اعتصاب پاى ته ورساوه

author avatar
31 Mar 2018 - 20:37
د هلمند د پرلت خېمې ګډونوالو د خوړلو اعتصاب پاى ته ورساوه
author avatar
31 Mar 2018 - 20:37

لښکرګاه (پژواک ۱۱ وری ۹۷): په هلمند کې د پرلت خېمې ګډونوالو د خوړلو اعتصاب له ۴۸ ساعته وروسته د علماوو په منځګړيتوب پاى ته ورسېده.

اته ورځې وړاندې د وري په در٣مه لښکرګاه کې د غازي محمد ايوب خان لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی بريد وشو چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د همدې ورځې په سبا يو شمېر ځوانانو په دغه سيمه کې د سولې د راتګ په نيت خېمه ودروله، چې په تعقيب يې بله ورځ ښځو هم دغه کار وکړ.

د خېمي ګډونوالو وروسته له هغه وړمه ورځ د خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ چې دولت او وسله والو طالبانو يې غوښتنو ته منفي ځواب ورکړ. نن د اعتصاب کوونکو له ډلې شپږ تنه د بد روغتيايي وضعیت له امله روغتون ته يوړل شول.

نن يوشمېر ديني عالمانو د خېمې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې له اعتصاب څخه لاس په سر شي او دوی به يې هم د غوښتنو ملاتړ وکړي.

د مولوي احمد شاه شاکر په نوم يوه ديني عالم وويل، اعتصاب په اسلام کې حرام ګڼل شوی، خو دا چې دې ځوانانو د حق غوښتلو “سولې را وستلو” په موخه کړی، دوی يې احترام کوي، خو د پاى ته رسېدو غوښتنه يې هم کوي.

ده زياته کړه، سر له سبا به دوی هم د دې خېمې له ګډونوالو سره ناسته او ملګرتیا پيل کړي.

د مولوي نوراحمد په نوم هم يوه ديني عالم وويل، که دا خلک اعتصاب پاى ته ورسوي، ملايان به يې د سولې غوښتنو ملاتړ شي.

د دې پرلت د خېمې يوه مشر احمد جان خادم وويل، دوی د ديني عالمانو خبره ومنله او له اعتصاب څخه لاس په سر شول، خو مبارزې به يې دوام لري.

هغه د ملايانو په ملاتړ خوښي وښوده او ويې ويل چې هڅی به يې پايلې ورکوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.