کندوز (پژواک، ١٥ ورى ٩٧) : د کندوز والي له نړيوالو مرستندويه ټولنو او ادارو وغوښتل، چې بېرته دغه ولايت ته د خپلو فعاليتونو پيلولو لپاره راستانه شي.
د ولايت مقام له خوا د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې په شمال ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو له قوماندان يورګن شتال سره د ليدنې پر مهال وکړې.
نعيمي زياته کړې، اوسمهال په کندوز کې د نړيوالو مرستندويه او همکارو موسسو د فعالیت لپاره غوره فرصتونه شته دي.
هغه له یادو موسسو وغوښتل چې بېرته کندوز ته ورشي او په انکشافي او د ولسي وګړو د ژوند ښه والي په نورو بېلابېلو برخو کې له ځايي ادارو سره ګډ کار وکړي.
د کندوز والي په تېره يوه نيمه لسيزه کې د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه د دوست هېواد جرمني له مرستو مننه و کړه او هغه مرستې چې دغه هېواد له افغانستان، په ځانګړې توګه له کندوز ولايت سره کړې، وستايلې.
نعيمي د ناټو له دغه قوماندانه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو مرستندویو او همکارو موسساتو په بېرته راجلب کې همکاري وکړي، څو يو ځل بيا ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونه برابر او د خلکو شته ستونزې هوارې شي.
په شمال ختيځ زون کې د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندان وويل چې جرمني به د امکان تر بريده د کندوز ولایت په امنیت، پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والي په برخو کې له سيمه ييزې ادارې سره ګډ کار او همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د دغه ولايت پر امنيت هم خبرې وکړې.
د يادونې ده، جرمني د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ١٠٠٠ سرتېري لري چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او څه موده مخکې يې د ٣٠٠ نورو سرتېرو د لېږلو اعلان هم کړى دى.
login or register a new account.