کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۷): د ملي دفاع وزارت د کندوز د دشت ارچي د پېښې له ځایه د ځینو رسنیو د راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د پګړۍ تړلو پر مراسمو برید نه دی کړی.
افغان هوايي ځواکونو د روانې اوونۍ په دو شنبې ورځ د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یوه مدرسه بمبار کړه چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او حکومتي سرچینو په دې اړه رسنیو ته ضدو نقیض معلومات ورکړل.
خو تېره ورځ د پژواک په ګډون د ځینو نورو رسنیو خبریالان په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پېښې سیمې ورغلل، هلته د سیمې ځینو کسانو یادو خبریالانو په خبرو کې ویلي چې برید د دستاربندۍ پر مراسمو شوی او ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.
خو د دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو پر خپل انتخاب اووه خبریالان د پېښې سیمې ته بیولي او خلک یې د مصنوعي صحنو پر اساس د کامرو مخې ته درولي، څو غیر معمولي او دیکتې شوې خبرې وکړي، په داسې حال کې چې خبریالان د راپور په چمتو کولو کې ازاد نه وو او د طالبانو په انتخاب یې له اشخصاصو او کسانو سره مرکې کړې دي.
دغه وزارت وايي: ((په کندوز کې ډېرې مدرسې دي چې دولت او امنیتي ځواکونه ورته بشپړ درناوی لري او موږ په هېڅ ډول پر مدرسو برید نه دی کړی، نه یې کوو او په راتلونکي کې به هم مقدسو ځایونو ته احترام ولرو.)) سرچینه وايي، پر کوم ځای چې برید شوی، د دستاربندۍ مراسم نه وو، بلکې د طالبانو د سرې قطعې ځای و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن