کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۷): د کابل پرلت ګډونوالو د کوزې پښتونخوا د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د ملاتړ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو لوريو د اوربند غوښتنه وکړه او له نړيوالې ټولنې يې يو ځل بيا وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
نن (د اپريل ۸ مه) د پښتونخوا مرکز پېښور کې د ښار د وګړو ترڅنګ له قبايلي سيمو، د پښتونخوا له نورو ولسواليو، بلوچستان او پنجاب څخه په زرګونو کسان راټول شوي او د پښتنو لپاره اساسي حقونه غواړي.
د راپورونو له مخې، د دغه غورځنګ مشر منظور پښتين تېره ورځ ويلي و چې دوی د هېچا خلاف راوتلي نه دي، بلکې د خپلو خلکو د حقونو د غوښتلو او د مظلوم د غږ د اوچتولو لپاره راوتلي دي.
د دې غورځنګ په پلوۍ په هلمند، کابل، زابل، پکتيا، خوست، نيمروز، فراه، کونړ، هرات او څو نورو ولايتونو کې هم خېمې درول شوي او د دغه غورځنګ په ننګه راوتلي دي.
د کابل ښار په مرکزي سيمه حضوري چمن کې هم له تېرو څه باندې درې اوونيو راهيسې دغه خېمه درول شوې ده.
په دې خېمه کې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي او د عوامي نيشنل پارټۍ د محصلينو د څانګې پخواني مشر امتياز وزير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي محکوم دي او د پنجابي حکومت د شومو موخو ښکار دي.
هغه زياته کړه: "زموږ موخه دا ده چې د لر او بر پښتون وژنه بنده شي او کوز پښتانه له ترهګرۍ د ملاتړي هېواد پاکستان له شره يې وژغورو او لر او بر خاوره باندې امن راولو."
د ده په وينا، په تېرو ۱۵ کلونو کې د کوزې پښتونخوا د ۱۴۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۲زره کسان لادرک شوي او له ۶۰زرو ډېر نور وژل شوي دي.
دی زياتوي: "تر څو لر او بر خاوره کې امن نه وي قايم، د کوزې پښتونخوا اوسېدونکو اصلي حقوق نه وي ورکړل شوي او د يوه سرلوړي ژوند زمينه نه وي برابره شوي، خپلو خوځښتونو ته به دوام ورکوي."
د کابل پرلت بل ګډونوال ميوند ارين وويل چې نن د کابل پرلت ۲۴ مه ورځ ده او په کوزه پښتونخوا کې چې کوم "لانګ مارش" روان دی، کلک ملاتړ يې کوي او دا چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړى هېواد دى، نو له نړيوالې ټولنې غواړي چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړي.
هغه وويل: "موږ هم په کابل کې د پرلت خېمه درولې، له افغان حکومت، امريکا او طالبانو غواړي چې درې مياشتنی اوربند اعلان کړي، تر څو د سولې خبرې پيل شي."
د ده په خبره، د دې وخت رارسېدلى چې ټول پښتانه تر يو چتر لاندې راټول او په ګډه مبازره وکړي او نړۍ ته پيغام ورسوي چې لر او بر افغانان ترهګر نه، بلکې د ترهګرۍ قرباني دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن