کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٧): د ترکيې لومړى وزير وايي، د افغانانو په رهبرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري ته چمتو دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې، نن ماسپښين په ګلخانې ماڼې کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړې دي.
د ترکيې لومړى وزير، نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى دى.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدریم د پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې؛ دواړو لورو د امنیتي، اقتصادي همکاریو، تروریزم سره د ګډې مبارزې، سولې پروسې، د پوهنې او لوړو زده کړو برخه کې د همکارۍ، فرهنګي مناسباتو او د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، د ترکیې لومړي وزیر د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې وستایلې او د خپل هېواد په استازیتوب یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
ده ويلي: "موږ به همداسې د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې ملاتړ وکړ او ويې ویل، په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي."
په دې کتنه کې ولسمشر غني وویل، چې افغانستان او ترکیه له پخوا راهیسې دوستانه او ښې اړیکې لري او دواړه هېوادونه ګډو دیني او فرهنګي مناسباتو ته په پام له اوږدو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې سره همکار وو.
نوموړي په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، تحصیلي، د ملي پولیسو د روزنې او د ځمکو ادارې په برخه کې د یاد هېواد له تجربو څخه د ګټه اخیستنې له امله د ترکیې د مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.
د ويلو ده چې د ترکيې لومړى وزير د هېواد له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ليدلي او وروسته دواړو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن