ژبه

د پکتيا  قومي مشران: د هرې ولسوالۍ خلک دې د خپلې سيمې امنيت ټینګ کړي

ګردېز (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): د پکتيا په ګردېز کې د افغان ژغورنې پرلت ته د ولسواليو ګڼو راغلو قومي مشرانو د دغه حرکت کلک ملاتړ وکړ او ويې ويل چې له ځوانانو سره په ګډه به دغه حرکت ولسواليو ته هم وغځوي.

دوی د روان پرلت په اتمه ورځ په ګډه غونډه کې روانه جګړه د افغان وژنې لپاره په بېلابېلو پلمو د بهرنيانو جنګ ياد کړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې د سولې مذاکرات پيل کړي.

د احمدابا ولسوالۍ قومي مشر محمد حنيف حقبين وويل چې له روانو جګړو د خلاصون يواځېنۍ لار د سولې کول دي.

حقبين پر پاکستان د نړيوالو فشارونو د دوام غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دغه هېواد له ترهګرو د ملاتړ له امله بايد په تور لېست کې شامل شي.

نوموړی وايي: ((سربازان مو مري، ځوانانو مو مري، مشران مو مري، په هر کور کې غم او وير دی. په دې وطن کې سوله غواړو، له دواړو خواوو چې يوې خوا ته دولت او بلې خوا ته طالبان دي، دا هيله لرو، عذر کوو، لمن اچوو، سرتوروو چې دې وطن ته دې امنيت راولي.))

دغه راز د منګلو قومي مشر جنت خان منګل وسله والو طالبانو ته د افغان دولت د سولې وړانديز مهم اقدام ياد کړ او زياته يې کړه چې طالبان بايد مثبت ځواب ورکړي او که په دې برخه کې کوم وړانديز يا غوښتنه لري له مشرانو، ديني عالمانو يا ځوانانو سره دې يې شريکه کړي.

منګل وويل چې روانه جګړه د نړۍ د لويو ځواکونو او استخباراتي کړيو تقابل دی او افغانان د اسلام او په نورو سپېڅلو نومونو يو بل ته ګوته په ماشه کوي.

دی وايي: ((زموږ د سولې خېمې به ولسواليو ته وغځېږي او ولس به د سولې پر اهميت او ضرورت لا ښه پوه شي. طالب باندې غږ کوم هغه غوښتنې چې ته يې لرې او هغه مشروع غوښتنې دي، شريکې يې کړه، ځکه په جنګ کې نه د دولت خير شته، نه د طالب خير شته او نه د ولس پکې خير شته دى.))

همدارنګه د احمدزيو قوم مشرانو د نورو سيمو او ولسواليو قومي مشرانو ته د خپلې سيمې د امنيتي خونديتوب ژمنه ورکړه او له نورو يې هم د ورته امنيت تامين غوښتنه وکړه.

حاجي ګلام خان په خپلو خبرو کې دا د سولې لپاره يوه مهمه لاره وبلله او ويې ويل هېڅوک دې په خپله سيمه کې هغه چا ته ځای نه ورکوي چې جګړه کوي او د سولې غږ ته منفي ځواب وايي.

ګلام خان وويل: ((ټول قومونه دې تعهد او اتفاق وکړي او بيا دې په شريکه د سولې غږ جګ کړي چې زموږ په قومونو کې هغه چا ته ځای نشته چې سولې ته ندی اماده.))

د غونډې په پاى کې د سولې پرلت يوه تنظيموونکي يوسف شور پژواک ته وويل چې د دغه حرکت لپاره يې د ځوانانو او مشرانو تنظيم هم پيل کړی او ژر به په ولسواليو کې عملاً د سولې پرلتونه پيل شي.

login or register a new account.