Language

کندوز کې هم د سولې غوښتنې په موخه خېمه ودرول شوه

کندوز ښار(پژواک،٢٢ورى٩٧): د افغانستان په بل نا امنه ولايت،کندوز کې هم د سولې غوښتنې په موخه خېمه ودرول شوه.

د کندوز ښار يو شمېر ځوانانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو نن د وري په ٢٢مه د کندوز ښار په مرکزي چوک کې د سولې خېمه ودروله.

د دې کسانو له ډلې څخه غلام حيدر حيدر پژواک ته وويل چې دغه خېمه د کندوز د عامو خلکو له خوا درول شوې، سياسي او دولتي کسان په کې دخيل نه دي.

هغه وايي: (( زموږ يواځنې غوښتنه له ټولو خواو نه سوله او امن دى.))

دغه راز د خېمې بل ګډونوال عبدالغفور هوتک وويل چې نور افغانان له جګړو په تنګ شوي او د سولې غوښتونکي دي.

ده زياته کړه:((موږ له طالبانو او حکومته غوښتنه کوو چې نور دې هېواد نه خرابوي، خلک دې نور نه وژني او سوله دې وکړي.))

همدارنګه د دې خېمې بل ګډونوال کليم الله ساپي وويل چې دغه خېمه د هلمند د سولې خېمې په ملاتړ درول شوې ده.

هغه وايي: (( زموږ شعار دى چې نور مو مه وژنئ، جګړه بس ده سوله وکړئ.))

د هغه په وينا، هره ورځ به ځوانان او نور خلک په دې خېمه کې سره را ټوليږي او د سولې د راتګ په موخه  به پر حکومت او طالبانو غږ کوي.

ده هم وويل چې دغه خېمه به تر هغه ولاړه وي ترڅو په هېواد کې سوله راشي.

د يادونې ده چې په هلمند، کابل، زابل، غزني، پکتيا، خوست، نيمروز، فراه، کونړ، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سولې د راتګ په موخه خېمې درول شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics