ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي

په نيمروز کې پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي

author avatar
14 May 2018 - 14:39
په نيمروز کې پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي
author avatar
14 May 2018 - 14:39

زرنج (پژواک، ۲۴ غويی ۹۷): د نيمروز ولايت ځايي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په خاشرود ولسوالۍ د طالبانو په يوه بريد کې لږ تر لږه پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي.

د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوال ندا محمد وويل چې طالبانو تېره شپه د زرنج-دلارام لارې پر لاره د خاشرود ولسوالۍ پر شش ابه سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی دی.

نوموړي زياته کړه: "نښتې يو ساعت دوام وکړ او لومړنۍ شمېرنې ښيي چې دوه طالبان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي."

هغه دغه راز زياته کړه چې په دې پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي چې ټپيان د زرنج ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.