فيروزکوه(پژواک،٢٤غويى٩٧): د غور ولايت مرکز فيروزکوه ته د ملي اردو له دوه سوه زيات تازه دمي سرتېري ورسېدل.
د غور ولايت چارواکي وايي چې دغه سرتېري د عملياتو په موخه او د هغو سيمو د بېرته نيولو په لپاره راغلي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په شهرک او دولينه ولسواليو کې يوشمېر سيمې نيولې دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي پژواک ته وويل :((وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د دولينه او شهرک په ځينو سيمو بريدونه پيل کړل او يوشمېر سيمې يې ونيولې، د غور نظامي شورا له مرکز کابل څخه د مرستندويه ځواک غوښتنه وکړه او نن دوه سوه تازه دمي سرتېري فيروزکوه ته راورسېدل.))
هغه وويل چې د سيمو له تثبيت وروسته به ځانګړي ځواکونه ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي او له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسي.
تېره ورځ د غور ولايتي شورا ګواښ کړى و چې که مرستندويه ځواک دې ولايت ته ونه رسيږي ، نو ددغه ولايت شپږ ولسوالۍ به سقوط شي.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې ددغه ولايت د شهرک او دولينه ولسواليو يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن