کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧): د امريکا مفتشينو د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ويلي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان شوې تګلاره ډېرې لاسته راوړنې نه لري.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د امريکا د بېلابېلو ادارو مفتشينو په دې اړه خپل راپور پرون د امريکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړى دى.
دغه راپور د امريکا د دفاع وزارت، د بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان د بيارغونې په اړه د امريکا د څار ځانګړې ادارې د مفتشينو له خوا چمتو شوى دى.
په راپور کې راغلي چې د سوېلي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ له اعلان شوې تګلارې وروسته په تېرو ١٧ کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان له يوه خطرناک حالت څخه تېرېږي.
خو په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو قوماندانانو بيا ادعا کړې چې له اعلان شوې تګلارې وروسته د دوى په عملياتو کې تېز والى راغلى او د طالبانو د پرمختګونو مخه يې نيولې ده.
په دغه راپور کې پر هغو پرېکړو هم شکونه څرګند شوي چې له مخې يې د جګړې په سيمو کې له افغان ځواکونو سره امريکايي ځواکونه هم استول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه کار سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله، داخلي بريدونه او امريکايي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې کچه لوړېږي.
په راپور کې د فراه وروستيو جګړو ته په اشارې سره ويل شوي چې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګونه نه دي کړي.
د امريکا د دفاع وزارت مرستيال مفتش ګلن فاين په دغه راپور کې ليکلي چې د طالبانو له خوا د سيمو نيول دوام لري او د کابل په ګډون په يو شمېر ښارونو کې يې خونړي بريدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند روپ ميننګ د دغه راپور په اړه په خپل غبرګون کې ويلي، مسوولين پر دې اند دي چې په افغانستان کې د پرمختګونو تر څنګ نا امنۍ هم زياتې شوې دي.
د هغه په وينا، افغان ځواکونو مهمې برياوې ترلاسه کړې او د بېلګې په توګه يې له فراه ښاره د طالبانو ايستل وړاندې کړي دي.
login or register a new account.