چاريکار(پژواک،۳غبرګولى۹۷): د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د يوې نجلۍ د مرکې (ريبارۍ )د رد له امله د نجلۍ د کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان امنيې قوماندان محمد زمان مموزي وويل چې دغه پېښه پرون ماښام د پروان د مرکز په دولانه کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي وويل، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو ځوان هلک د خپل تره لور ته د مرکې په موخه ورغلی و، خو ياد ځوان د رد ځواب ترلاسه کولو وروسته د نجلۍ د کورنۍ پر غړو ډزې کړې چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپيان دي.
د نوموړي په وينا،په پېښه کې هغه نجلۍ هم ټپي شوې چې مرکه ورغلې وه.
د پروان پوليس وايي چې د پېښې عامل له سيمې څخه تښتېدلی، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د پروان د سل بستريز روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين وويل چې تېره شپه روغتون ته د يوه ماشوم او يوه ځوان هلک جسدونه او د يوه سړي او دوو ښځو په ګډون درې ټپيان ور وړل شوي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن