سرپل(پژواک،٣غبرګولی ۹۷): د سرپل ولايت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي،د يادو بريدونو په پايله کې شاوخوا ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله امان پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د مخابراتي خدمتونو په پرې کولو سره د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريد کړی.
نوموړي وويل چې دغه څو ساعته بريد چې د سرپل ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري مطيع الله له لوري رهبري کېده په پايله کې يې د طالبانو د يو مشر په ګډون دری تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
هغه وويل چې په دغه نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او د طالبانو بريد يې په شا تمبولى، سيمه اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن