کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩٧): حکومت وايي، له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه په ۱۷ ولایتونو کې شپږ زره ښوونځي جوړېږي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو په خاطر نن مازیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دغې غونډه کې د پوهنې، د کلیو د پرمختیا او د کور او ښارجوړولو وزیرانو د مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو د ډیزاین او عملي کار په اړه راپور وړاندې کړ.
هغوی وویل چې د ښوونځیو پر بېلابېلو طرحو کار شوی دی.
د دغو وزارتونو مسوولانو زیاته کړه، له مخکې جوړ ودانیز توکي د ولایتونو اقلیمي شرایطو ته په کتو په مناسبه بیه او لوړ کیفیت جوړېږي او له دغو توکو څخه به لومړنۍ ودانۍ په کابل ښار کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
د پوهنې وزیر ډاډ ورکړ چې ژر به د ۱۷ سردسیر او ګرم سیر ولايتونو د ښوونځيو لیست چمتو او د کلیو د پرمختیا وزارت ته به یې وسپاري، ترڅو له مخکې جوړو توکو څخه په کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
محمد اشرف غني په هېواد کې له مخکې جوړو توکو څخه د ښوونځیو په جوړولو کې د دغو وزارتونو کار وستایه او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې د مخکې جوړو ودانیزو توکو د چمتو کولو بهیر د چټکتیا لپاره اړوندو بنسټونو ته مالي سرچینې په واک کې ورکړي.
د یادونې وړ ده چې له مخکې جوړ ودانیز توکي ۷۵سلنه په فابریکه او پاتې ۲۵سلنه نور د ودانۍ په اصلي ځای کې بشپړېږي، چې د یوې ودانۍ د جوړولو لپاره په کم وخت کې زیاتې اسانتیاوې برابروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن