محمود راقي (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اښتې ده.
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپی وايي چې دا نښته پرون تر غرمې وروسته د ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې وه.
هغه د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو سرتېرو بازار ته د سودا اخيستلو په موخه ورغلي وو، چې وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې.
د نوموړي په وينا، د ملي اردو ځواکونو پر وسله والو ځوابي ډزې وکړې، چې په پايله کې يې يو طالب او يو ملکي وګړى ووژل شول او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د شېرزمان په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د ولسوالۍ بازار نيمه ورځ ددولت او نيمه ورځ د وسله والو تر واک لاندې وي.
هغه وايي، پرون د ملي اردو ځواکونو له يوه قصاب څخه غوښه اخيستله، چې يو طالب پرې ډزې وکړې ، چې په ځوابي ډزو کې طالب او قصاب ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP