هرات(پژواک، ٢١غبرګولی٩٧): د هرات ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د یوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي پېژندپاڼو په تور نیول شوی دی.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایی چې دغه کس نن د ملي امنيت د ریاست له لوري له ۶۰۰ جعلي تذکرو، مهر او د یاد ولایت د زنده جان ولسوالی د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له یو شمېر نورو غیرقانوني اسنادو سره نیول شوی دی.
نوموړي د نیول شوي کس او مېرمنې په اړه يې چې د را روانو ټاکنو لپاره احتمالي نومانده ده څه ونه ويل؛ خو زياته یې کړه چې یاد کس یې له یو همکار سره یو ځای د هرات ولایت په اوومه ناحیه کې نیولی دی.
بل خوا د هرات د والي ویاند وویل چې د یادې پېښې تر څنګ د ملي امنیت ریاست هغه دوه کسان چې غوښتل یې په جعلي تذکرو سره نوم لیکنه وکړي نيولي دي.
نوموړی وايي، د یادو دوو کسانو دوسیې يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلې او له څېړنو وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن