ژبه

د هندکرکټ لوبډلمشر: د لوبې ميدان کې به د افغان لوبډلې لحاظ و نه کړو

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٧) : د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر اجينکى رهانى وايي  چې افغان لوبډلې ته درناوى لري، خو د لوبې په ميدان کې به يې لحاظ نه کوي.

اجينکى رهاني دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ٢٣مه، د افغانستان او هندوستان د تاريخي ټسټ لوبې له پيل مخکې د هند په بنګلور ښار کې په يوه خبري غونډه کې وکړې.

افغانستان چې په دې وروستيو کې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى، سبا د غبرګولي په ٢٤مه، به خپله لومړۍ تاريخي ټسټ لوبه له هندوستان سره کوي.

رهانى وايي : (( موږ به افغانستان اسانه نه اخلو او نه به يې لحاظ کوو. افغانان ډېر ښه توپ اچوونکي لري.))

هغه چې د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرپرست لوبډلمشر دى وايي چې په کرکټ کې د احتياط لپاره ځاى نشته.

رهانى وايي، لوبډله به يې مثبت کرکټ کوي، افغان لوبډلې ته درناوى لري، خو په لوبه کې به سل سلنه هڅه کوو چې ماتې ورکړو.

د يادونې ده چې افغانستان ته په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د يوه ورځني کرکټ دريځ ورکړل شوى او تر هغه وروسته يې دوه ځلې نړيوال جام ته هم لاره موندلې ده. دغه راز په څلورو شل اووريزو نړيالو جامونو کې يې برخه اخيستې ده.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر رهانى وايي چې دا ټولو هندي لوبغاړو ته د وياړ ځاى دى چې له افغانستان سره په دې تاريخي لوبه کې ګډون کوي.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي څو ورځې مخکې ويلي وچې دافغانستان سپنران يا ورو توپ اچوونکي له هندي سيالانو پياوړي دي، خو رهانى دغه ادعا ردوي وايي چې له دوى سره د اشون او جديجا په څېر پياوړي ټسټ توپ اچوونکي شته دي.

login or register a new account.

ورته موضوع