ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر موټر سايکلونو د بنديز له امله د اختر پر مهال ننګرهار کې ترافيکي پېښې کمې وې

پر موټر سايکلونو د بنديز له امله د اختر پر مهال ننګرهار کې ترافيکي پېښې کمې وې

author avatar
18 Jun 2018 - 17:00
پر موټر سايکلونو د بنديز له امله د اختر پر مهال ننګرهار کې ترافيکي پېښې کمې وې
author avatar
18 Jun 2018 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د موټرسايکلونو بنديز د دې لامل شوی چې د اختر په تېرو درېيو ورځو کې د ګوتو په شمار ترافيکې پېښې ثبت شوې دي.

دوی وايي، تېرو اخترونو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته؛ خو دا ځل د اختر په درې  واړو ورځو کې يواځې ۱۱ کسان ټپيان شوي، چې هغه هم د کابل – جلال اباد او جلال اباد – کابل لويې لارې د ترافيکي پېښو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل د غبرګولي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د اختر په درېيو ورځو کې دوی ته يواځې ۱۱ ټپیان راوړل شوي چې ۵ يې مېرمنې دي.

هغه وايي، تېر کلونه د اختر په ورځو شپو کې د ترافيکي پېښو له امله دوی ته لسګونه ټپیان وروړل کېدل؛ خو دا اختر ترافيکې پېښې ډېرې کمې وې.

د ننګرهار د ترافيکو مديريت يوې باوري سرچينې هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل،  د اختر په درېيو ورځو کې يې هېڅ ترافيکي پېښه نه ده بررسي کړې.

يادې سرچينې وويل: ((ښايي ځېنې داسې پېښې شوې وي، چې خلکو خپله حل کړې وي؛ خو موږ ته هېڅ پېښه نه ده راجع شوې او نه هم د ښار په ساحه کې پېښه رامنځته شوې ده.))

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو کموالی پر موټر سايکلونو بنديز لګول دي.

هغه وايي، نورو اخترونو کې ډېرې ترافيکي پېښې د موټرسايکلونو د ګړندي تګ له امله رامنځته کېدلې؛ خو دا اختر چې موټر سايکلونه بند شوي؛ نو ترافيکي پېښې هم ورسره کمې شوې دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي هم د موټر سايکلونو د بنديز له امله د ترافيکي پېښو پر کموالي خوښ دي او غوښتنه کوي  چې کورنۍ نه بايد خپلو اولادونو ته د موټر سايکلونو د تيز تګ اجازه ورکړي.

د يادولو ده چې د تېر اختر په درېيو ورځو کې د ننګرهار حوزوي روغتون ته د ترافیکي پېښو له امله نږدې ۴۰ ټپيان وړل شوي و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.