بامیان (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۷): بامیانو کې د دمبورې جشنواره پیل شوه او ټاکل شوې په دې جشنواره کې له ټول هېواده له شلو تر دېرشو زرو کسان ګډون وکړي.
په دې جشنواره کې د لاسي صنایعو، رسامۍ او نقاشۍ تر ۲۰ ډېرې غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي.
د بامیان والي محمد طاهر زهیر وویل چې دغه جشنواره د بامیانو د فرهنګ پراخېدو، د بامیان د پېژندنې او د هزاره وو د پخوانۍ موسیقۍ (دمبورې) له هېرېدو د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه جشنواره نن پیل شوه او تر سبا به دوام ولري.
هغه زیاته کړه: ((تر اوسه زرګونه کسان راغلي او ښايي نور هم راشي او ښې ورځې به تېرې کړي.))
هغه وویل، له بده مرغه د میدان وردګو ولایت له لارې په لاره کې نا امني پر دې جشنواره منفي اغېز کړی او ډېری خلکو د پروان له لارې دغه ولایت ته ځانونه رسولي دي.
د بامیان یوه اوسېدونکي عباس د دې جشنوارې جوړول د هنري استعدادونو وده وبلله او ویې ویل، دغه جشنواره د هېوادوالو لپاره د اقتصادي ګټې تر څنګ د بامیان د هنر او فرهنګ په معرفۍ کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، دغه جشنواره به د بامیان په اړه خلک وپوهوي او د هېوادوالو د خوشحالۍ لامل به شي او باید د بامیان سیمه ییزه اداره د دې ډول پروګرامونو جوړولو لپاره ښې برنامې تر لاس لاندې ولري.
د دې جشنواري جوړولو مسوول محمد علي شیدا پژواک ته وویل چې د دمبورې جشنواره په درېیو برخو کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه: ((په دغو درېیو برخو کې د لاسي صنایعو نندارتون، د دمبورې د هنرمندانو هنر ښودنه او سیمه ییزې لوبې شامل دي.))
هغه زیاته کړه چې بامیان ته له اوو ولایتونو د دمبورې هنرمندان راغلي او ګډون کوونکي هم له نږدې ټول هېواد څخه په ځانګړې توګه له سوېلي کندهار او هلمند څخه راغلي دي.
هغه وویل، دغه پروګرام د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه چې بامیان یو تفریحي او توریستي ولایت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن